د نړۍ ترټولو ورته (یو ډول) غبرګونې خویندې

د نړۍ ترټولو ورته (یو ډول) غبرګونې خویندې.د امریکا د متحده ایالاتو اوسیدونکې غبرګونې خویندې اینا او لوسي ډي سینکیو دومره سره ورته دي، چې ان مور او پلار یې هم سره توپیر نه شي کولی او د نړي ترټولو ډېره ورته غبرګونې جوړې رکارډ ېې جوړ کړی.
د دواړو په اړه ویل کیږي چې شکلونه بېخي سره ورته نه دي بلکې له یو بل سره دومره نږدې یا جوړه ګرځي چې یوه شېبه هم سره نه جدا کېږي او داسې عادتونه لري چې تاسې به هم حیرانه کړي.د ډیلي سټار د راپور پر بنسټ ویل کېږي چې پنځه دیرشو کلنو اینا او لوسي په یوه کوټه کې اوسېږي، په یو وخت حمام کوي او په یو وخت تشناب ته ځي او ملګری یې هم یو چې اوه دیرش کاله عمر لري او بین بایرن الکتریشن نومېږي.
د نیویارک پوسټ سره په خبرو کې اینا وایي چې: کله چې مې خور تشناب ته ځي نو زه هم ورسره ځم، کله چې حمام کوي نو زه هم ورسره ځم، موږ له یو بل نه بېلېږو او داسې فکر کوم چې موږ به له یو بل پرته ژوندي پاتې نه شو.دوی وای چې مونږ دوه زړونه لرو خو داسې یو لکه چې دا زړونه مو یو دی او دواړه پرېکړې هم په یو ډول کوو.

دی زیاتوي کله چې سره بېل شي نو دومره اندیښمنې کېږي چې حالت یې بدلېږي، خلک یې دوه ګڼي خو دوی ځانونه یو ګڼي، بایرن یې په اړیکه پوهېږي خو توپیر یې نه کوي او همدا سبب دی چې حسد مې ترمنځ نشته او درې واړه په خوښۍ ژوند کوو.
د یادوو وړ ده چې په افغانستان کې هم دا ډول جوړې هلکان اوجینکی یو ډول شتون لري خو دوی کې بیا هم لږ ډېر توپیر کیږي.باید یاده کړو چې کوزه پختونخوا کې هم دا ډول درې ورونه موجود دی چې هغوی هم ډېری کارونه یو ځای کوي او داسې نه ښکاري چې دا بیل بیل انسانان دی بلکه توپیر پکې کول ډېر مشکل دي.