ژوندنړیوال خبرونههنر او ادب

د نړۍ مشهورې ژبې؛ کومې ژبې اسانه زده کولی شو؟

سره له دې چې په نړۍ کې ژبې په ډیریدو دي، له دې سره هممهاله د هغوی د غنامندۍ خبره هم کيږي

د ژبپوهانو په خبره هغه ژبې چې کم توري او ډېر ژبنيز ترکيب ولري آسانه زده‌کيږي او تر نورو ژبو ژر پرمختګ کوي، خو په نړۍ کې مشهورې او ډیرې خپرې شوې ژبې که څه هم واړه د دې ځانګړنو درلودونکې نه دي، د خپریدو لاملونه یې هم دا نه دي، بلکې د نړۍ پر ډیرو ملتونو د دې ژبو د ویونکو سیاسي حاکمیتونه دي.

په دې لیکنه کې نړۍ د يو څو مشهورو او نړيوالو ژبو نوملړ د همدې ژبو د تورو په تعداد درسره شريکوو:

۱- ايټالوي:

د نړۍ په مشهورو او نړيوالو ژبو کې ايټالوي هغه ژبه ده چې تر نورو نړيوالو او مشهورو ژبو کم توري لري. ايټالوي ژبه يوازې او يوازې ۲۱ توري لري او د کمو تورو درلودونکې ژبې ريکارډ له ځان سره لري.

ايټالوي ژبه د اروپايي ژبو په منځ کې له انګليسي، فرانسوي او آلماني ژبو وروسته ډېره ويونکې او کارېدونکې ژبه بلل کيږي.

په تاريخي لحاظ هم که ورته وګورو د نړۍ له تاريخي ژبو ګڼل کيږي او تاريخ يې آن پخواني روم ته رسيږي.

۲- انګليسي:

انګليسي د نړۍ تر ټولو مشهوره او لومړۍ درجه نړيواله ژبه ده، د انګليسي ژبې پرمختګ هغه ځای ته رسيدلی چې د نړۍ په هر کونج کې که دوه کسان له يو بل سره مخ کيږي دوی به خپله پيژندګلوي په انګليسي پيلوي، مهمه نده چې دوی د هر ځای وي.

انګليسي د نړيوال تجارت د ژبې نوم او ځای هم لري له دې سره په څنګ کې د علم ډېره برخه او مهمې منابع په انګليسي ژبه کې موندل کيږي.

د تورو له نظره انګليسي ۲۶ توري لري او له ايټالوي ژبې وروسته د فرانسوي او آلماني ژبې سره يو ځای د کمو تورو درلودونکې ژبه ګڼل کيږي.

انګليسي اوس مهال په ۴۳ هيوادونو کې رسمي ژبه ده.

له نورو ځانګړنو سره انګليسي د نړيوال سياست ژبه هم بلل کيږي.

۳- فرانسوي:

فرانسوي له انګليسي ژبې وروسته د نړۍ دوهمه مشهوره ژبه بلل کيږي.

فرانسوي ژبه په ملګرو ملتونو کې هم له انګليسي وروسته دوهم ځای لري او په اروپايي ژبو کې په ډېرو هېوادونو کې رسمي او ډېره ويونکې ژبه بلل کيږي.

د تورو له نظره فرانسوي ژبه د انګليسي او آلماني په شان ۲۶ توري لري چې د نړيوالو او مشهورو ژبو په منځ کې دوهمه ژبه ده چې کم توري لري.

ځينې ژبپوهان وايي چې فرانسوي ژبه د تلفظ له اړخه ډېره نرمه ژبه ده چې د مينې ژبې په نامه مشهوره شوې ده.

۴- آلماني:

آلماني هم د نړۍ له مشهورو او نړيوالو ژبو څخه ده چې په اروپايي ټولنه کې ډېر ويونکي لري.

د ژبپوهانو په خبره آلماني درنه او سخته ژبه ده، د دوی په وينا آلماني وګړي چې عادي هم غږيږي داسې ګومان کوې چې درسره په جنګ وي.

د تورو په تعداد هم له انګليسي او فرانسوي سره په څنګ کې ۲۶ توري لري او د کمو تورو لرونکو تورو ژبو په لېست کې له ايټالوي وروسته دوهم ځای لري.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button