ژوند

د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د تنخواګانو کچه

په ټولو هېوادونو کې د هغوی د وګړو لپاره د کار حق‌الزحمه او د معاش ورکړه يوه اساسي مسئله ده چې د هېوادونه تر منځ متفاوته ده. موږ نن هغه هېوادونه درپيژنو چې له ماليې وروسته مياشتينی اوسط ډېر معاشونه ورکوي

۱سويزرلنډ:

سويزرلنډ په ټوله نړۍ کې لومړنی هېواد دی چې خپلو کارکوونکو نه ډېر معاش ورکوي. په سويزرلنډ هېواد کې مياشتنی اوسط معاش له ماليې پرته ۶۰۲۹ امريکايي ډالره ښودل شوی چې په نړۍ کې تر ټولو ډېر معاش دی.

۲سنګاپور:

د سنګاپور هېواد وګړي کولی شي له يوې مياشتې کار کولو وروسته د ماليې له ورکړې سره-سره ۴۹۶۴ امرکايي ډالره مياشتنی اوسط معاش ترلاسه کړي. دغه معاش په نړۍ کې دويم لوی معاش بلل کيږي چې په نړۍ کې ورکول کيږي.

۳- د امريکا متحده ايالات:

په امريکا کې مياشتنی اوسط معاش له ماليې وروسته ۴۲۲۴ امريکايي ډالره دی. که څه هم امريکايي وګړي وخت ناوخته له لوړې ماليې شکايت کوي خو له ماليې ورکړې وروسته هم امريکايي وګړي د نړۍ په سطحه دريم لوی معاش ترلاسه کوي.

۴- آيسلنډ:

په آیسلنډ هېواد کې بيا مياشتنی معاش تر امريکا يو څه کم ۴۰۴۲ امريکايي ډالره ښودل شوی چې د نړۍ په کچه څلورم ډېر معاش دی.

۵- قطر:

قطر خليجي هېواد هم خپلو وګړو ته ډېر معاش ورکوي. په قطر کې مياشتنی اوسط معاش ۳۹۳۶ امريکايي ډالره دی چې د نړۍ د ډېر معاش ورکوونکو هېوادونو په لېست کې پنځم ځاي لري.

۶- متحده عربي امارات:

په متحده عربي اماراتو کې کارګران ښه نازول کيږي، دوی په اوسط ډول هره مياشت ۳۵۱۷ امريکايي ډالره معاش ترلاسه کوي.

۷- ډنمارک:

ډنمارک هېواد د ډېر معاش ورکوونکو هېوادونو لېست په اووم ځای کې دی. په ډنمارک هېواد کې هر کارګر د مياشتې په اوسط ډول ۳۴۷۴ امريکايي ډالر ترلاسه کولی شي.

۸- هالنډ:

هالنډ هېواد هم خپلو وګړو ته ښه معاش تاديه کوي. په هالنډ‌ کې هر کارکوونکی له يوې مياشتې کار کولو وروسته په اوسط ډول ۳۴۵۲ امريکايي ډالره معاش ترلاسه کولی شي.

۹- آسټراليا:

په آسټراليا کې د هر وګړي مياشتنی معاش ۳۴۳۰ امريکايي ډالره دی چې ډېر معاش ګڼل کيږي.

۱۰- ناروې:

ناروې هېواد د لسو ډېر معاش ورکوونکو هېوادونو د جدول په آخر کې ځای لري. په ناروې هېواد کې د مياشتي اوسط معاش اندازه ۳۳۱۳ امريکايي ډالره دی.

نور ولولئ: د نړۍ مشهورې ژبې؛ کومې ژبې اسانه زده کولی شو؟

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button