ژوند

په نړۍ کې تر ټولو ښکې میرمنې د کومو هیوادونو دي؟

هغه هېوادونه چی د نړۍ تر ټولو زیاتې ښکلي مېرمني لري

١- برازيل:

برازيل د نړۍ له هغه هېوادونو څخه دی چې هلته تر ټولو زیاتې ښکلې مېرمنې ژوند کوي. د برازيل هېواد خلک يوه جادويي ښکلا لري چې دا ښکلا یې د نسلونو څخه نسلونو ته په ارثي ډول انتقالېږي، د برازيليو مېرمنو ښکلا په نورو هېوادونو كې موندل یو ستونزمن کار دی، د انځور ماډلې هم ډېرې له دغه هېواد څخه دي، د دې هېواد نجونې ډېرى نري قهويي وېښتان لري، په اندام او بدن کې هم د نړۍ تر ډېرو هېوادونو مخکې دي او په غوښو ډکه بدن او اندام لري، ددې هېواد د نجونو يو بل متفاوت عادت چې دی هغه د فوټبال سره مینه ده، په نوره نړۍ کې تر ډېره نارينه د فوټبال سره زياته علاقه ښيي خو په برازیل کی بيا ښځينه هم تر نارینه کمې نه دي.

۲ – روسیه:

په دويم ځاي کې هم روسیه ده، د روسانو نژاد په ښکلا کې په ټوله نړۍ کی نوم لري، ډېرى روسي نجونې سپین تن، قهویي وېښتان او لوړ قدونه لري، كولى شو بې له افراط څخه دا خبره وکړو چی په روسیه کې بدرنګه نجلۍ پیدا کول يو څه دقت غواړي، ځکه مطلق اکثریت نجونې یې په ښکلا کې مثال نلري، په روسيه کې د ښځو په هکله یو بل د پام وړ خبر دادی چې هغلته د ښځینه‌و شمېر تر نارینه و شاوخوا لس میلیونه زیات دی، روسي مېرمنې ځانته د خاوند په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخ دي، داسې چې ډېری روسي نجونې د دوبي په رخصتیو کی ترکیې او نورو هېوادونو ته ځي او  هغلته واده كوي، دا مسله دومره پراخه ده چی په ترکیه کې آنتالیا ته د روسي ناوې ګانو ښار ويل كېږي، ځکه دې ولایت ته چکر ته راغلو ډېرى روسي نجونو له ترکانو سره ودونه کړي او اوس هملته ژوند کوي.

۳-سلواكيا:

سلواکيا هم له هغه هېودانو څخه دی چې نجونې یې په ښکلا کې نوم لري، د دې هېواد نجونې تر ډېره په لوړ قد مشهورې دي. د سلواکیا ښځې بیا نه یوازی همدا خاص والى چې لوړ ونه لري د ځان سره لري بلکې د ښکلا نور عناصر یې هم تر دې كم نه دي د دې هېواد نجونې خام قهویي رنګه وېښتان لري او شني سترګې لري چې دا د دوى ښكلا يو په دوه کوي او د باقي نړۍ له نجونو يې بېلوي.

۴-سویډن:

د ښکلو ميرمنو په لرلو کې سويډن هېواد څلورم مقام لري. سويډنۍ نجونې نه یوازي چی په ظاهري ښكلا كی نوم لري بلکي په معنوي اړخ کې هم د ستايني وړ دي، د دې هېواد نجونې ډېری د لوړ کلتور او فرهنګ لرونکې دي، انساني مدنيت پکې لوړ حد ته رسېدلی او پوره درک او حوصله لري، كه بيروني ښکلا ته يې راشو نو ویلی شو چی د دې هېواد نجونې لوړ قد لري چې دا یې په ښکلا کې د پام وړ رول لري، د لوړ قد ور هاخوا د دې هېواد نجوني رنګينې، آبي، تورې او قهويي سترګې لري. له دې سره-سره سپین تن لري، که څه هم پدې هېواد كې ځيني غنم رنګې او تور پوستې نجونې هم لیدل کېږي خو هغوی ډېری د سویډن اصلي اوسېدونکي نه دي بلکې دغه هېواد ته راغلي مېشت کډوال دي.

۵- ونزویلا:

په پنځم مقام کې هم په ډاډ سره د ونزيويلا يادونه کولی شو، که څه هم ونزويلا په دې وروستیو کی د سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ ده خو د موډ او سټايل په نړۍ کې يې نوم له پخوا پاتې شوی دی، د دې هېواد نجونې د لاتینی امریکا د نسل نجونې دي چی په ښکلا او اندام کې جوړه نلري، د دې هېواد ښکلې نجونې په ټوله نړۍ کې مشهورې دي، داسې چې د فوټبال په نړیوال جام کې خلک د لوبو څخه زيات د دوی سيل كوي، دا خبره مو د تېر نړیوال جام په اساس وکړه چی د دې هېواد ښکلې نجونې د خپل ملي ټیم د تشویق لپاره میدان ته راغلې او خلکو ور څخه خپلې سترګې نشوای اخیستی.

۶- اوکراین:

د ښکلا نوم چې یادېږي نو د اوکراین نوم ورسره خامخا ذکر کېږي، د اوکراین هېواد نجونې خو یو آزاد او خوش طبعيته دي او بله خوا یی ښکلا داسې ده چې انسان ته يو طبعي بېل والى او خاص والى وركوي، د دې هېواد نجونې هم د روسي نژاد څخه دي سپين تن، قهويي وېښتان او شنې سترګې یې ښكلا يو په دوه کوي.

نور ولولئ: تر ټولو مشهورې ښکلې افغانې ښځې

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button