ژوند

د نړۍ کوم هېوادونه د تېلو زیاتې زیرمې لري؟

تېل په اوسنۍ صنعتي نړۍ کې ډېر ارزښت لري او هغه هېوادونه چې د تېلو ډېرې زيرمې لري، د تېلو له را ایستلو څخه ډېر عايد ترلاسه کوي

موږ نن په دې ليکنه کې هغه هېوادونه درپېژنو چې د تېلو ډېرې زيرمې لري:

۱- وينزيويلا:

په لاتینه امریکا کې پروت وينزيويلا هېواد، ۳۰۳٫۸ ميليارده بوشکې تېل لري چې په ټوله نړۍ کې د ذخیره شويو تېلو نړيوال ريکارډ له ځان سره لري. وينزيويلا هېواد د خپلو تېلو ډېره برخه د امریکا متحده ایالاتو ته صادروي او د تېلو صادرات د دغه هېواد د اقتصاد پايه بلل کيږي.

نور ولولئ: د نړۍ د ډیرو پوهنتونونو لرونکي هېوادونه کوم دي؟

۲- سعودي عربستان:

سعودي عربستان له وينزيويلا هېواد وروسته په نړۍ کې دويم هېواد دی چې ډېر زيرمه شوي تېل لري. سعودي عربستان ۲۹۷٫۵ ميليارده بوشکې تېل لري. منځنی ختیځ د نفتي توکو مرکز ګڼل کيږي او دلته ډېرې نښتې هم له همدې امله واقع کيږي خو د منځني ختیځ تر ټولو ډېر تېل سعودي عربستان لري. د اوکراين له جګړې وروسته سعودي عربستان د تېلو استخراج ته نوی قانون وضع کړی دی چې له امله يې د ټولو نفتي مواد د را ایستلو کچه ټیټه کړې شوې ده.

۳- کاناډا:

کاناډا هېواد په نړۍ کې دريم هېواد دی چې د تېلو ډېر ذخاير لري. په کاناډا هېواد کې ۱۶۸٫۱ ميليارده بوشکې تېل شته دي. کاناډا هم خپل زياتره تېل د امريکا متحده ايالاتو ته صادروي.

۴- ايران:

ايران د نړۍ څلورم هېواد دی چې ډېر تېل لري. په ايران هېواد کې ۱۵۷٫۸ ميليارده بوشکې تېل دي چې زياتره يې آسيايي هېوادونو ته صادروي. افغانستان هم زياتره تېل له خپل همسايه هېواد ايران نه را واردوي.

۵- عراق:

د نړۍ په کچه پنځمه او د منځني ختيځ په کچه دريمه د تېلو لويه زيرمه عراق هېواد دی. په عراق هېواد کې ۱۴۵ ميليارده بوشکې تېل دي. د ايران او عراق ترمنځ شخړه د تېلو زيرمو پر سر ده چې کلونه کيږي په سرحدي سيمو کې له يو بل سره جګړه کوي.

نور ولولئ: د نړۍ د کومو هېوادونو د نفوس د زياتېدو کلنۍ کچه لوړه ده؟

۶- روسيه:

روسيه د ۱۰۷٫۸ ميليارده بوشکو تېلو په لرلو سره د نړۍ شپږم هېواد دی چې ډېر تېل لري. روسيه خپل زيات تېل چين او جاپان او يوه برخه يې اروپا ته صادروي.

۷- کويټ:

په کويټ هېواد کې ۱۰۱٫۵ ميليارده بوشکې تېل دي چې د نړۍ په کچه په اووم مقام کې ځای لري.

نور ولولئ: د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د تنخواګانو کچه

۸- متحده عربي امارات:

په متحده عربي اماراتو کې ۹۷٫۸ ميليارده بوشکې تېل دي.

۹- امريکا متحده ايالات:

په امريکا متحده ايالاتو کې ۶۸٫۸ ميليارده بوشکې تېل دي.

۱۰- ليبيا:

ليبيا هېواد د ۴۸٫۴ ميليارده بوشکو تېلو په لرلو سره د نړۍ په کچه په لسم ځای کې دی.

د ځينو څيړنو له مخې په ټوله نړۍ کې اوس مهال ۱۷۳۲٫۴ ميليارده بوشکې تېل شته دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button