ستاسې اند او نظر

د نیالګیو د کرلو ۱۸مهم ټکي

زمونږ هېوادیو کرنیز هېواد دی چې ګڼ شمیر وګړي په کرهنه بوخت دي، د هېواد مختلفې سیمې د نیالګیو د ښې ودې لپاره په زړه پورې اقلیمي شرایط لري، همدغه ټکی ددې لامل ګرځیدلی دی، چې زمونږ د هېواد میوې نړیوال شهرت څخه برخمنې دي، نو اوس مونږ ته لازمه ګڼل کیږي، چې د نیالګیو د کرلو په وخت کې باید لاندې ټکي په پام کې ونیسو، ترڅو د خپلې خوښې نیالګي ترلاسه کړو:

اول : منظم ډول سره یو اوږد مهاله پلان د نیالګیو د کرنې لپاره باید جوړ شي.

دوهم: سر چوک نیالګي باید وانخیستل شي.

دریم: باوري سرچینو څخه باید نیالګي ترلاسه کړئ.

څلورم: نیالګي باید تصدیق شوي وي او د ښې پیژندنې لپاره په خپل جوړښت کې لیبل ولري.

پنځم: د ګرمو سیمو نبات باید یخو او د یخو سیمو نبات باید په ګرمو سیمو کې ونه کرل شي، ځکه دغه کړنه مو لازمه نتیجه نه ورکوي.

شپږم: د نیالګيو د کرلو په وخت کې باید کنده نه ډیره ژوره وویستل شي او نه هم ډیره کوچنۍ باید مناسبه اندازه ولري.

اووم: د کندې د سر خاوره لاندې واچوئ او لاندینۍ خاوره یې پورته واچوئ، ځکه پورته خاوره عضوي مواد لري.

اتم: نیالګي د کرلو څخه وروسته خاوره سمه تخته کړئ، ترڅو په خاوره کې شته خالیګاوې بندي شي.

نهم: کرل شوي نیالګي ته باید سمدستي اوبه ورکړئ.

لسم: تازه کرل شوي نیالګی ډیرو اوبو او ځانګړې پاملرنه ته زیات ضرورت لري.

یوولسم: نیالګي باید پلاستکي کڅوړې سره یوځای ښخ نه کړی شي.

دولسم: :خاوره باید اول وکتل شي، چې کوم نیالګي پکې ښه وده کولای شي.

دیارلسم: تازه کرل شوي نیالګي څخه زیانمنې شوې څانګې باید قینچي کړی شي.

څوارلسم: د نیالګیو د انتقال په وخت کې باید نبات ته ډیره پاملرنه وکړئ شي، ترڅو څانګې او ریښې زیانمنې نشي او هم باد یې درڅخه وچې نه کړي.

څوارلسم: غوره ورایټي باید انتخاب شي.

پنځلسم: باد لرونکو سیمو کې باید اول باد ماتونکی نیالګي وکرل شي، ترڅو د تیزو بادونو مخنیوی وشي.

شپاړه سم: داسې سیمو کې ونې وکرئ چې د اوبو لاسرسی ورته اسانه وي.

اوولسم: هغه نیالګي واخلئ چې نه ډیر غټ وي او نه هم ډیر کوچنی.

اتلسم: نیالګي باید په مناسب وخت کې وکرل شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button