Uncategorized

د نیوزلینډ لوبډلی افغانستان د ماتولو سره نیم پایلوبی ته ورسیده

 افغانستان افغانستان

کرېکټ نړیوال جام کی  نيوزيلنډ افغانستان ته په ماتې ورکولو سره نيمه پايلوبې ته ورسیده  د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام په ترڅ کې نيوزيلنډ له افغانستان څخه په اتو  لوبغاړو سيالي وګټله او نيمه پایلوبې ته يې لار پیدا کړه  دغه لوبه چې د متحده عرب اماراتو په ابوظبي کې وشوه افغانستان  پچه وګټله.

 شلو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو  له لاسه ورکولو وروسته ۱۲۴ منډې وکړې او نیوزیلنډ ته یې د ۱۲۵ منډو هدف وټاکه نيوزيلنډ د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره د نولسم اوور په لومړي توپ دغه هدف پوره  کړ او لوبه يې وګټله د افغانستان پیل ډېر ښه نه وو  د پنځو اوورنو له لوبې وروسته یې ۱۹ منډې  جوړی کړی او دوه لوبغاړی سوځیدلی وو  محمد شهزاد د څلورو منډو له جوړولو وروسته لومړی افغان لوبغاړی وو چې د اډم ملنې په توپ کیج  او  او ورپسې حضرت الله ځاځی او بیا د شپږم اوور په لومړي توپ رحمان الله ګربز هم وسوځېد نجیب الله

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

 ځدراڼ او ګلبدین نایب د شپږم اوور له پیل وروسته د لوبې سمبالولو کوښښ وکړه خو د لسم اوور پای کې ګلبدین نایب هم د ۱۵ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد افغان لوبډلې د ۱۰ اوورونو  کې د ۵۹ منډو له جوړولو وروسته څلور لوبغاړي وسځیده له  اتلسم اوور په پیل کې افغان لوبډلمشر محمد نبي د ۱۴ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد او ورپسې نجیب الله ځدراڼ له ۴۸ توپونو د ۷۳ منډو جوړولو  وروسته وسوځېد له دې وروسته کریم جنت د یواځی  دوو منډو له جوړولو وروسته له میدان نه ووت  د نيوزيلنډ لپاره ټرېنټ بولټ درې، ټېم سوتي

دا هم ولولئ:  د متحده عربي اماراتو او اسرایلو ترمنځ به تاریخي ډېپلوماتيک تړون لاسلیک شي

 دوه، اډم مېلني، جېمز نيشم او اېش سودي يوه يوه لوبغاړی وسوځول افغانستان له دې وړاندی  په هره لوبه کې د پچې له ګټلو وروسته لومړی خپله توپ وهنه کړې یواځی  له هند سره لوبه کې یې هند ته لومړی د توپوهنې بلنه ورکړې  چې هند لوبډلې د ۲۱۰ منډو خورا لوی هدف ورته ټاکلی و

د نن ورځې دویمه لوبه د پاکستان او سکاټلنډ تر منځ کېږي. پاکستان وړاندی  نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړی  خو په ګروپ کې د لومړي مقام پر ځای ساتلو لپاره پاکستان لوبډله باید نننۍ لوبه وګټي. سکاټلنډ تر اوسه خپلې ټولې څلور لوبې بایللې دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button