ژوند

د هانګ کانګ روغتیا مسئول: عامه ځایونو کې په سګرېټ څکوونکو کې سترګې ونیسئ

یاد مسئول وايي، خلک باید هغو کسانو ته برګ وګوري چې په ممنوع ځایونو کې سګرېټ څکوي

لو چونګ ماو له سګرېټو د ښار پاکولو لړ کې پوښتنې ځوابولې او په وینا یې له پولیسو دا تمه نه شي کېدای، چې سګرېټ څکونکي کسان دې ونیسي.

په هانګ کانګ کې اوسمهال د تمباکو کارولو پر ضد د اقداماتو سختونو بحثونه روان دي. همداس اوس د دې ښار په رستورانونو، کارځایونو، عامه ځایونو کې دننه او د ځینو عامه ودانیو په شاوخوا کې بهر هم پر سګرېټو څکولو بندیزونه لګېدلي دي.

د سګرېټو مخنیوي لپاره د خلکو هڅول

هانګ کانګ کې هڅه کېږي چې د پولیسو پر ځای عام خلک د سګرېټو څکوونکو پر وړاندې وهڅوي تر څو یې هر ځای کې څکولو ته پرېنږي، ځکه دوی وايي، پولیس نه شي کولی چې هر ځای کې خلک له لاس ونیسي چې ولې سګرېټ څکوي.

هانګ کانګ کې د سګرېټو کارولو کمولو لړ کې له ولس سره د سلا مشورو یوه پروګرام پیلولو لړ کې پروفیسر لو همکارو قانون جوړونکو ته وویل، خلک په دې لړ کې یو رول لري او د پولیس لپاره به ګرانه وي، چې سګرېټ څکونکي لاس په لاس پر وخت ونیسي.

نور ولولئ: په سږو باندې د سګرټ څکولو اغیز

نور ولولئ: سګریټ پریښودل څو دقیقې، ساعتونه، ورځې او میاشتې وروسته څه پيښوي؟

پروفیسر لو چې د طب ډاکتر هم دی وايي، سګرېټ د هر چا د روغتیا لپاره زیانمونکي دي او په وینا یې ”هانګ کانګ په ټولنه کې یوه داسې کلتور ته اړتیا لري، چې خلک د قانون عملي کېدو هیله ولري.”

نوموړي زیاته کړه: ”کله چې خلک ګوري چې ځینې کسان په هغو ځایونو کې سګرېټ څکوي چې اجازه یې نه لري، که هلته سملاسي د امنیتي ځواکونو هېڅ یو کس هم نه وي، موږ کولای شو، سګریټ څکونکو ته برګ وګورو.”

د ښاري ځواکونو فعالیتونه هم چټک کېږي

پروفیسر لو وايي، د ښاري امنیت ځواکونو فعالیتونو کې به پرمختګ وشي. اوسمهال هغه کسان تر ۱۹۲ امریکايي ډالرو پورې جریمه کېدای شي چې د هانګ کانګ تدخین یا تمباکو کارولو له اړوند قوانینو سرغړونه وکړي.

په هانګ کانګ کې د سګرېټو څکولو عادت کمولو لپاره پر ځینو نویو اقدماتو هم غور کېږي چې له یو ځانګړي کال وروسته پیدا شویو خلکو ته د سګریټ څکولو ممنوعیت او د سګریټو پر هر ډبي د مالیې پام وړ زیاتول هم پکې شامل دي.

په نړۍ کې د سګریټو څکول هغه ستونزه ده چې دولتونه یې په کنترول کې پاتې راغلي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button