ځاییکورني خبرونه

د هرات زلزله؛ پخواني ولسمشر کرزي له نړیوالو د بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه

پخواني ولسمشر حامد کرزي، ډاکټر محمد اشرف غني، امرالله صالح او نورو پخوانیو چارواکو اندېښنې شریکې کړي دي

هرات کې د تېرې ورځې زلزلې کلي په بشپړه توګه نړولي او خلکو ته یې د سر او مال زیانونه رسولي چې په ژغورلو کې یې د طالبانو اداره ناتوانه ده او خلک لا تر اوسه د خاورو لاندې دي.

نور ولولئ: هرات کې زلزلې ناورین؛ له ۲۰۰۰ زیات کسان وژل شوي

له همدې امله د افغانستان د اسلامي جمهوریت پخوانیو چارواکو خپل د خواخوږۍ پیغامونه شریک کړي او له نړیوالو بنسټونو یې د مرستو غوښتنه کړي ده.

د پخواني ولسمشر کرزي پر نړیوالو غږ

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ او شاوخوا سیمو کې په شوې زلزلې د خواشینۍ په څرګندولو سره له ملي او نړيوالو بنسټونو غوښتي چې زلزله ځپلو سیمو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

د ښاغلي کرزي په خبره، د هرات ولایت پیښې ته په کتو سره داسې ښکاري چې د زیانونو شمېرې به لا هم لوړې شي.

نوموړي د ملګرو ملتونو له سازمان، ملي او نړیوالو خیریه او مرستندویه بنسټونو او له ملي سوداګرو وغوښتل چې له زلزله ځپلو کورنیو سره هر اړخیزې مرستې وکړي.

له ځپلو سیمو سره بېلابېلې مرستې

اخوا ویل کیږي چې، د هرات د خونړۍ پېښې له قربانیانو سره د مرستې په موخه تر دې مهاله په کور دننه بېلابېلو سوداګرو، او د طالبانو حکومت د نېږدې ۳۱۲ میلیونو افغانیو مرستې اعلان کړې دي.

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي په اېکس ټولنیزه شبکه کې ددې پېښې له قربانیانو سره د ۲۰۰ میلیونه افغانیو د مرستې خبر ورکړ.

نور ولولئ: په ترکیه کې ویجاړونکې زلزله

له دې سره، د ریس الوزراء دفتر د یوه ګډ کمیسیون په جوړیدو سره له قربانیانو سره د ۱۰۰ میلیونه افغانیو او د کام ایر هوايي شرکت هم د لس میلیونو افغانیو مرستې اعلان کړي او ویلي یې دي، چې ډېر ژر به دغه مرستې د هرات د پېښې قربانیانو ته ور ورسول شي.

د یادولو ده چې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو او سیمو کې یو شمېر ځوانانو د مرستې راټولونې ډلې جوړې کړي؛ خو تر اوسه د راټولو شویو مرستو اندازه مالومه نه ده.

د هرات د ولایتي چارواکو د نویو مالوماتو له مخې، د زلزلې له امله تر اوسه ۲۴۴۵ تنه مړه او ۲۴۴۰ نور ژوبل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې لا هم ډېری خلک د خاورو او لوټو لاندې دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button