ځاییژوند او ټولنه

د هرات زلزله‌ځپلو سره د امریکا ۱۲ میلیونه ډالر بشري مرسته

امریکا د هرات له زلزله‌ځپلو سره ۱۲ میلیونه امریکايي ډالره بېړنې بشري مرسته اعلان کړه

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي پر خپله ایکس یا ټویټر پانه لیکلي چې د افغانستان په شمال لویدیځ کې تر زلزلو وروسته د امریکا متحده ایالت دغه هېواد ته ۱۲ میلیون ډالره “بېړنۍ بشري مرسته” ورکوي.

توماس وېسټ وايي چې دغه مرستې به تر ډېره په زلزله ځپلو سيمو کې زیانمنو شویو کورنیو ته د څښاک د پاکو اوبو، بېړنۍ سرپناه، د اخلي پخلي وسایلو او د نورو ډېرو اړینو توکو پر برابرولو ولګول شي.

نور ولولئ: د هرات خونړۍ زلزله؛ طالبان زلزله‌ځپلیو ته پاخه کورونه جوړوي

ښاغلي وېسټ په زلزله کې پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشيني‌ څرګنده کړې او ویلي یې دي،‌ “د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یو چې دوی له دې ناورین خلاص شي.”

دا مرستې د یو ایس ای ډي په چوکاټ کې لګول کېږي

توماس وېسټ ویلي چې دغه مرستې به د امریکا پراختیايي ادارې یا یو.ایس.اې.آی.ډي له لوري ولګول شي.

دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دا مرستې به د افغانستان په شمال لویدیځ کې د زلزلې له کبله زیانمنو شویو کورنیو ته ورسول شي.

نور ولولئ: د زلزلې پر مهال د ځان خوندي کولو لارې چارې

يو.ایسېډ همدا راز ویلي چې تر زلزلې سمدستي وروسته د دې ادارې بشردوستانه همکارانو په چټکۍ سره عمل وکړ او د زیانونو تر ارزونې وروسته یې د طبي مرستو په ګډون زیانمنو شویو سیمو ته بېړنۍ بشري مرستې چمتو او ورسولې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې اضافه اعلان شوې مرسته کې به د کډوالۍ نړیوال سازمان یا آی.او.اېم په همکارۍ د زلزله ځپلو سیمو خلکو ته د بېړنۍ سرپناه، د څښاک پاکو اوبو، اخلي پخلي او‌ د اوبو راوړولو وسایلو تر څنګ کمپلې، لمریز څراغونه، جامې او نور د اړتیا وړ توکي برابر کړل شي.

په زلزله‌ځپلو کې ډول ډول ناروغۍ هم خپرې شوي

یو.ایسېډ ویلي چې تر زلزلې وروسته په ځينو ځایونو کې د نس ناستي او اسهال پېښې شوې دي‌ چې عموماً تر طبیعي پېښو وروسته تر ډېره د ککړو اوبو د څښلو له لارې رامنځ ته کېږي،‌ نو دوی هڅه کوي چې د لا نورو داسې پېښو مخه خلکو ته د پاکو اوبو په چمتو کولو سره ونیسي.

که څه هم د افغانستان په هرات، بادغیس او فراه ولایتونو کې د وروستیو زلزلو له کبله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه بېلابېلې شمېرې ورکول کېږي خو د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې لږ تر لږه ۱۲۹۵ تنه پکې وژل شوي او ۱۸۰۰ ژوبل شوي دي.

د یادولو ده چې پر امریکا سربېره د نړۍ بېلابېلو هېوادونو تر دغو پرله پسې وژونکو زلزلو وروسته له افغانستان سره د مرستو اعلان کړی او ځینې بشري مرستې یې زیانمنو شویو سیمو ته رسولې دي.

دا په داسې حال کې ده چې جرمني، چین، عربي متحده اماراتو او نورو هېوادونو هم مرستې اعلان کړي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button