د هرات پوهنتون د طب پوهنځي ۱۱ استادانو استعفا کړې

د هرات پوهنتون د طب پوهنځي ۱۱ استادانو وروسته له هغه له خپلو دندو استعفاوې کړې چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې غړو ورسره د لنډو ږیرو له امله ناسم او غیرمودبانه چلند کړی دی.
د استادانو د استعفا لامل څه دی؟
د هرات د سرچینو د معلوماتو له مخې، د امر بالمعروف غړو د پنجشنبې په ورځ، د زمري په ۲۹مه، د طب پوهنځي اته استادان د لنډو ږیرو له امله نیولي وو.
سرچینې وايي، دغه استادان شاوخوا یو ساعت د یادې ادارې په یوه کانټینر کې ساتل شوي وو او وروسته د ځینو ډاکټرانو په منځګړیتوب خوشې شول.
د لنډې ږیرې له امله د استادانو نیول
د استادانو په استعفا لیکونو کې ویل شوي چې د امر بالمعروف له لوري ورسره بېاحترامي شوې او د لنډې ږیرې له امله ځورول شوي دي.
له دغو استادانو سره د ملاتړ په موخه درې نورو استادانو هم استعفاوې کړې دي. د هرات پوهنتون د طب پوهنځي ۱۱ استادانو استعفا کړې
د طب پوهنځي نیمایي استادان استعفا کوي
د هرات پوهنتون د طب پوهنځي ټولټال ۲۲ استادان لري. د ۱۱ استادانو استعفا په دې معنا ده چې د دغه پوهنځي نیمایي تدریسي کادر له دندو پاتې شوی دی.
د استعفا کوونکو استادانو نومونه عبدالباقي صدیقي، فضل فیضي، خلیل احمد روحاني، احمد جاوید یوسفي، عبدالقدیر اسحاقزی، سید انور نور، محمدالله یعقوبي، عبدالغفور سعیدي، عبدالکبیر جوادي، امید نهضت او عبدالاحد ښودل شوي دي.
په هرات پوهنتون کې د ورته استعفاوو سابقه
سرچینې وايي، له دې وړاندې هم د هرات پوهنتون شاوخوا ۱۰ نورو استادانو په تېرو دوو کلونو کې د ورته چلندونو او د امر بالمعروف د کړنو په اعتراض کې په جلا توګه له خپلو دندو استعفا کړې ده.
د پوهنتونونو د استادانو کمښت
د د طب پوهنځي استادانو استعفا په داسې مهال ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان له پوهنتونونو د یو شمېر استادانو د وتلو راپورونه ورکړل شوي دي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ملا ندا محمد ندیم هم په وروستیو ورځو کې له ترکیې غوښتي چې د افغانستان پوهنتونونو ته د تدریس لپاره خپل استادان ولېږي.
د هرات پوهنتون د طب پوهنځي د ۱۱ استادانو استعفا د دغه پوهنتون د تدریسي کادر په اړه تازه اندېښنې هم راپورته کړې دي.



