نړیوال خبرونه

د هرات پوهنتون محصلینو څه باندې ۱۲۰ ګرافیکي هنري توکي نندارې ته وړاندې کړي

د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي محصلینو څه باندې ۱۲۰ ګرافیکي هنري توکي نندارې ته اېښې دي. هنرمندانو په دغو هنري توګو کې تر ډېره د هېواد وروستی وضعیت او د کرونا ناروغۍ په څېر سختې ورځې انځور کړې دي

حبیب الله نوید

د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي مرستیال حبیب الله نوید وايي: «په‌دې نندارتون کې ۱۲۵ ګرافیکي اثار نندارې ته اېښودل شوي، په دې کې لاسي او ډېجېټلي چاپ هنري تخنیکونه او د ګرافیک په برخه کې نور توکي شته. په دغو هنري توکو کې تر ډېره د هېواد وروستۍ سختې او ترخې ورځې انځور شوې دي.

نور یی ولوله | د کار او ټولنیزو چارو وزارت: د مسک عینک پروژې لپاره ۲۰۰ زره نوي کسان ګمارو

نور یی ولوله | د محرم پرته سفر باندې پابندي

د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي محصله
د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي محصله حسیبا مشتاق وايي:‌ «که په رښتیا د دې تابلوګانو ژور ته دننه شو، زموږ د هېواد د جنګ ترخې خاطرې او د کرونا په څېر سخت وضعیت راته بیانوي. د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي محصله هدیه علومي وايي: «د دې اثارو ډېری یې ډېجېټلي دي چې په افغانستان کې د ویجاړو شویو اثاراو ښودنه کوي

دا نندارتون د یوې اونۍ لپاره د ښکلي هنرونو په پوهنځي کې جوړ شوی دی. نارینه او ښځینه محصلین په جلا جلا توګه له دغو هنري توکو لیدنه کوي. ننداره کوونکې ثنا میرزایي وايي: «هر اثر لېدونکو ته یو ځانګړی پیغام لېږدوي. ننداره کوونکې نرګس جمشیدي وايي: «دا څرګندوي چې د یوې ټولنې په تېره زموږ د ټولنې نجونې څومره ناکشف شوې وړتیاوې لري

د ګرافیک هنر څانګه د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي په تشکیل کې تازه رامنځته شوې ده. په اوسني وخت ګرافیک هنر ډېر کارول کېږي او تر ډېره د عامه پوهاوي په برخه کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button