لوبې خبرونهنړیوال خبرونه

د هندوستان سوپر ليګ کرکټ سياليو په دوام تېره شپه ګجرات ټايټنس لوبډلې ډهلي کپيټلس لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې د‌ دغه سياليو په اوومه لوبه کې ګجرات ټايټنس لوبډلې له يوې ښکلې لوبې وروسته ډهلي کپيټلس ته ماتې ورکړه

په سږني آی پي اېل سياليو کې دا د ګجرات ټايټنس لوبډلې دويمه بريا وه، نوموړې لوبډلې د روان آي پي اېل سياليو په لومړۍ لوبه کې چينای سوپر ګينګ لوبډله له ماتې سره مخ کړې وه.

د تېرې لوبې پچه د ګجرات ټايټنس لوبډلې لوبډلمشر هارډک پانډيا وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

ډهلي کپيټلس لوبډلې په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۲ منډې جوړې کړې او خپلې سیالې لوبډلې، ګجرات ته يې د ۱۶۳ منډو هدف وټاکه.

د ډهلي کپيټلس لوبډلې له لوري ډېوډ وارنر ۳۷، اکسار پټيل ۳۶ او سرفراز خان ۳۰ منډې وکړې.

د ګجرات لوبډلې له لوري راشد خان تر نورو توپ اچونکو مخکښ و، نوموړي په ۴ اورونو کې ۳۱ منډې ورکړې او ۳ مهم لوبغاړي يې وسوزول. له راشد خان وروسته محمد شمي هم په ۴ اورونو کې ۴۱ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي يې د لوبې له ډګره بهر کړل.

ګجرات ټايټنس لوبډله د ۱۶۳ منډو هدف پوره کولو لپاره د لوبې په دويمه پاڼۍ کې ميدان ته راښکته شوه

د ګجرات ټايټنس لوبډلې پيل ډېر ښه و، دوی يوازې ۴ لوبغاړې له لاسه ورکړل او د لوبې په ۱۹ اور کې يې ټاکلی شوی ۱۶۳ منډې هدف ترلاسه کړ.

د ګجرات ټايټنس لوبډلې له لوري سای سدهارسن ۶۲ ناسوزيدلې، ډېوډ ميلر ۳۱ ناسوزيدلې او ويجای شنکر ۲۹ منډې وکړې.

د ډهلي کپيټلس لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې انريج نارټيج ۲ ويکټې، ميچل مارش او خليل احمد يوه-يوه ویکټ ترلاسه کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی سای سدهارسن وټاکل شو چې په ۴۸ توپونو يې ۶۲ چټکې ناسوزيدلې منډې وکړې.

د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په لړ کې نن يوه لوبه ترسره کيږي

په نننۍ لوبه کې راجستان رويلس له پنجاب کيګنز سره مخامخ کيږي چې د افغانستان په وخت د ماښام په ۶:۳۹ بجو ترسره کيږي.

د دې سياليو د نن لوبه چې د ټول ټورنمنټ اتمه لوبه ده په بارساپارا لوبغالي کې ترسره کيږي.

نور ولولئ:د هندوستان سوپر ليګ سياليو په لړ کې چينای سوپر ګينګ لوبډلې لکهنو سوپر جاينټ لوبډلې ته ماتې ورکړه

د سږني آی پي اېل سياليو په لومړي پړاو کې ۷۰ لوبې د ۱۰ ټاکل شوو لوبډلو تر منځ ترسره کيږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button