لوبېلوبې خبرونه

د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې تېره شپه ډهلي کپيټلس لوبډلې ګجرات ټايټنس لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره شپه ډهلي کپيټلس لوبډلې ګجرات ټايټنس لوبډلې ته په ۵ منډو ماتې ورکړه

د آی پي اېل سياليو د ۴۴مې لوبې پچه د ډهلي کپيټلس لوبډلې لوبډلمشر ډېوډ وارنر وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د ډهلي کپيټلس لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه، د دوی له لوري امان حکيم خان، اکسار پټيل او ريپل پټيل ښه توپ وهنه وکړه. خان په ۴۴ توپونو ۵۱ منډې، اکسار په ۳۰ توپونو ۲۷ منډې او ريپل په ۱۳ توپونو ۲۳ منډې وکړې. د ډهلي کپيټلس لوبډلې د شلو اورونو په لوبولو سره ۱۳۰ منډې وکړې، ۸ لوبغاړي يې وسوزيدل او د ۱۳۱ منډو هدف يې سيالې لوبډلې ته وټاکه.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره شپه بنګلور لوبډلې لکناو لوبډلې ته ماتې ورکړه

د ګجرات لوبډلې له لوري محمد شمي، موهيټ شرما او راشد خان ښه توپ اچونه وکړه. شمي په ۴ اورونو کې ۱۱ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي يې وسوزول، شرما په ۴ اورونو کې ۳۳ منډې ورکړې او ۲ ويکټې يې ترلاسه کړې او خان په ۴ اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.

د ګجرات ټايټنس لوبډله د هدف پوره کولو لپاره ميدان ته راښکته شوه

د ګجرات ټايټنس لوبډلې له لوري هارډک پانډيا، ابهينو منوهر او راهول ټيواټي ښه توپ وهنه وکړه. پانډيا په ۵۳ توپونو ۵۹ منډې، منوهر په ۳۳ توپونو ۲۶ منډې او ټيواټي په ۷ توپونو ۲۰ منډې وکړې. د ګجرات لوبډلې په ۲۰ اورونو کې ۱۲۵ منډې وکړې، ۶ لوبغاړي يې وسوزيدل او لوبه يې د ۵ منډو په توپير وبايلله.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سيالۍ

د ډهلي کپټلس لوبډلې له لوري اشنټ شرما، خلیل احمد او کولدیف یادو ښه توپ اچونه وکړه. شرما په ۴ اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي وسوزول، احمد په ۴ اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې او دوه ویکټې یې ترلاسه کړې او یادو په ۴ اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې له ډګره بهر کړ.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره ورځ يوه لوبه ترسره شوه

د لوبې غوره لوبغاړی محمد شمي وټاکل شو چې ښه توپ وهنه يې کړې وه.

د نن لوبې له حاله هم خبر شئ

د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې نن دوه لوبې ترسره کيږي، په لومړۍ لوبه کې لکنو سوپر جاينټ لوبډله له چينای سوپر کينګ لوبډلې سره لوبه کوي او په دويمه لوبه کې پنجاب کينګز لوبډله د مومبيي اينډينس لوبډلې سره مخامخ کيږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button