Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

سپورټ

د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په لړ کې تېره شپه ګجرات لوبډلې پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په پرونۍ لوبه کې ګجرات ټايټنس لوبډلې د لوبې په وروستي اور کې پنجاب کينګز لوبډلې ته له يوې جالبې لوبې وروسته ماتې ورکړه

د آی پي اېل د تېرې لوبې پچه ګجرات ټايټنس لوبډلې لوبډلمشر هارډک پانډيا وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه.

پنجاب کينګز لوبډله د توپ وهنې لپاره ميدان ته راغله، د نوموړې لوبډلې له لوري مټ شارټ، جېټش شرما او شارو خان ښه توپ وهنه وکړه. مټ شارټ په ۲۴ توپونو ۳۶ منډې، جېټش شرما په ۲۳ توپونو ۲۵ منډې او شارو خان بيا په ۹ توپونو ۲۲ منډې ترلاسه کړې.

د ګجرات ټايټنس لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې موهيټ شرما، راشيد خان او جوش لېټل ښه ولوبېدل. موهيټ شرما په ۴ اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي يې وسوزول، راشد خان په ۴ اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او يوه ویکټ يې ترلاسه کړه او جوش لېټل په ۴ اورونو کې ۳۱ منډې ورکړې او ده هم يو لوبغاړی له ډګره بهر کړ.

د پنجاب کينګز لوبډلې د پوره شلو اورونو په لوبولو سره د ۸ ویکټو په زيان ۱۵۳ منډې وکړې او خپلې سیالې لوبډلې ته يې د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه.

د ګجرات ټايټنس لوبډله د ټاکلي هدف پوره کولو په موخه ميدان ته راښکته شوه

د ګجرات ټايټنس لوبډلې له لوري په توپ وهنه کې شبمن ګيل، ورېډيمن سها او سای سډرسن تر نورو ښه لوبه وکړه. شبمن ګيل په ۴۹ توپونو ۶۷ منډې، ورېډيمن سها په ۱۹ توپونو ۳۰ منډې او سای سډرسن په ۲۰ توپونو ۱۹ منډې جوړې کړې.

د پنجاب کيګنز لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې هارپريټ برار، سم کرون او ارشډيف سينګ ښه توپ اچونه وکړه. برار په ۴ اورنو کې ۲۰ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې وسوزولو، کرون په ۳٫۵ اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې او يوه ویکټ يې ترلاسه کړه او ارشډيف سينګ په ۴ اورونو کې ۳۳ منډې ورکړه او ده هم يو لوبغاړی له ډګره بهر کړ.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې راجستان لوبډلې چينای لوبډلې ته ماتې ورکړه

د ګجرات ټايټنس لوبډلې د لوبې په وروستي اور کې هدف تر لاسه او لوبه يې په خپل نوم کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی موهېټ شرما وټاکل شو چې ښه توپ اچونه يې وکړه.

د نن لوبی له حاله هم خبر شئ

نن ورځ يوه لوبه ترسره کيږي چې کلکته نایټ رايډرز د سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې سره لوبه کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button