د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره ورځ يوه لوبه ترسره شوه
د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره شپه لکناو سوپر جاينټ لوبډلې، پنجاب کينګز لوبډلې ته ماتې ورکړه
د آی پي اېل سياليو په ۳۸مه لوبه کې لکناو سوپر جاينټ لوبډلې، پنجاب کينګز لوبډلې ته د ۵۶ منډو په توپير ماتې ورکړه.
د نوموړې لوبې پچه د پنجاب لوبډلې لوبډلمشر شکر دوان وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
لکناو لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه. د دوی له لوري مارکوس سټونېس، کيال ميرس او نيکولاس پوران ښه توپ وهنه وکړه. سټونېس په ۴۰ توپونو ۷۲ منډې، ميرس په ۲۴ توپونو ۵۴ منډې او پوران په ۱۹ توپونو ۴۵ منډې وکړې. د لکناو لوبډلې د شل اورونو په لوبولو سره ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۲۵۷ منډې يې جوړې کړې او سيالې لوبډلې ته يې ۲۵۸ منډو هدف وټاکه.
نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په لړ کې تېره شپه راجستان لوبډلې چينای لوبډلې ته ماتې ورکړه
د پنجاب لوبډلې له لوري کاګيسو رباډا، ليم ليونګسټون او سم کرون ښه توپ اچونه وکړه. رباډا په ۴ اورونو کې ۵۲ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي يې وسوزول، ليونګسټون په يوه اور کې ۱۹ منډې ورکړې او يوه ویکټ يې ترلاسه کړه او کرون په ۳ اورونو کې ۳۸ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.
د پنجاب لوبډله د هدف پوره کولو لپاره ميدان ته راښکته شوه
د پنجاب لوبډلې له لوري اټيروا ټيډ، سيکندر رضا او جيټېش شرما ښه توپ وهنه وکړه. ټيډ په ۳۶ توپونو ۶۶ منډې وکړې، رضا په ۲۲ توپونو ۳۶ منډې او شرما په ۱۰ توپونو ۲۴ منډې وکړې. د پنجاب لوبډلې د ۱۹٫۵ اورونو په لوبولو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۲۰۱ منډې يې وکړې او د ۵۶ منډو په توپير يې لوبه وبايلله.
د لکناو لوبډلې له لوري ياش ټکور، نوينالحق او رېوي بوشنای ښه توپ اچونه وکړه. ټکور په ۳٫۵ اورنو کې ۳۷ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي يې وسوزول، نوينالحق په ۴ اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې او ۳ ويکټې يې ترلاسه کړې او بوشنای په ۴ اورونو کې ۴۱ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې له ډګره بهر کړل.
د لوبې غوره لوبغاړی سټونېس وټاکل شو چې ښه توپ اچونه او ښکلې توپ وهنه يې ترسره کړه.
د نن لوبو له حاله هم خبر شئ
د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې نن دوه لوبې ترسره کيږي. په لومړۍ لوبه کې کلکته نایټ رايډرز لوبډله له ګجرات ټايټنس سره لوبه کوي او په دويمه لوبه کې ډهلي کپيټلس لوبډله له سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې سره مخامخ کيږي.