لوبېلوبې خبرونه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره شپه چينای لوبډلې ډهلي لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې، د‌ دغه لوبلړۍ په ۵۵ مه لوبه کې چينای سوپر کينګ لوبډلې، ډهلي کپيټلس لوبډلې ته ماتې ورکړه

د آی پي اېل سياليو د بيګانۍ لوبې پچه د چينای سوپر کينګ لوبډلې لوبډلمشر ام اس ډوني وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د چينای سوپر کينګ لوبډله لومړی د توپ وهنې لپاره ميدان ته راغله، د دوی له لوري شيوام ډوب، ريټورج ګیکواډ او امبټي رايډو ښه توپ وهنه وکړه. ډوب په ۱۲ توپونو ۲۵ منډې، ګیکواډ په ۱۸ توپونو ۲۴ منډې او رايډو په ۱۷ توپونو ۲۳ منډې جوړې کړې. د چينای لوبډلې د شلو اورونو په لوبولو سره ۱۶۷ منډې وکړې، ۸ لوبغاړي يې وسوزيدل او سيالې لوبډلې ته يې د ۱۶۸ منډو هدف وټاکه.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره شپه مومبيي لوبډلې بنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه

د ډهلي کپيټلس لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې ميچل مارش، اکسار پټيل او کولډيپ يادو ښه توپ اچونه وکړه. مارش په ۳ اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي يې وسوزول، پټيل په ۴ اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې او دوه ويکټې يې ترلاسه کړې او يادو په ۴ اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.

د ډهلي کپيټلس لوبډله د هدف پوره کولو لپاره ميدان ته راښکته شوه

د ډهلي کپيټلس لوبډلې له لوري بيا ريلي روسوو، منيش پنډيا او اکسار پټيل ښه توپ وهنه وکړه. روسو په ۳۷ توپونو ۳۵ منډې، پنډيا په ۲۹ توپونو ۲۷ منډې او پټيل په ۱۲ توپونو ۲۱ منډې جوړې کړې. د ډهلي لوبډلې د شلو اورونو په لوبولو سره خپل ۸ لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۱۴۰ منډې يې جوړې کړې او لوبه یې د ۲۷ منډو په توپير وبايلله.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره شپه کلکتې لوبډلې پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه

د چينای سوپر کينګ لوبډلې له لوري مټيشا پټېرانا، ډيپک چهار او رويندرا جديجا ښه توپ اچونه وکړه. پټېرانا په ۴ اورونو کې ۳۷ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي يې وسوزول، چهار په ۳ اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې او دوه ويکټې يې ترلاسه کړې او جديجا په ۴ اورونو کې ۱۹ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.

د لوبې غوره لوبغاړی رويندرا جديجا وټاکل شو چې ښه توپ اچونه او ښکلې توپ وهنه يې وکړه.

د نن لوبې له حاله هم خبر شئ

د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې نن يوه لوبه ترسره کيږي چې کلکته نایټ رايډرز لوبډله له راجستان رويلس لوبډلې سره لوبه کوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button