لوبېلوبې خبرونه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې مومبيي لوبډلې، ګجرات لوبډلې ته ماتې ورکړه

د‌ هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په دوام تېره شپه مومبيي اينډينس لوبډلې، ګجرات ټايټنس لوبډلې ته ماتې ورکړه

د آی پي اېل سياليو د ۵۷ مې لوبې پچه د ګجرات ټايټنس لوبډلې لوبډلمشر هارډک پانډيا وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د مومبيي اينډينس لوبډله لومړی د توپ وهنې په پار لوبغالي ته راښکته شوه، د مومبيي اينډينس لوبډلې له لوري سورياکومار يادو، اېشن کېشن او ويشنو وينوډ ښه توپ وهنه وکړه. يادو په ۴۹ توپونو ۱۰۳ ناسوزيدلې منډې، کېشن په ۲۰ توپونو ۳۱ منډې او وينوډ په ۲۰ توپونو ۳۰ منډې جوړې کړې. مومبيي اينډينس لوبډلې د شلو اورونو په لوبولو سره ۲۱۸ منډې جوړې کړې، ۵ لوبغاړي يې وسوزيدل او سيالې لوبډلې ته يې د ۲۱۹ منډو هدف وټاکه.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې راجستان لوبډلې، کلکتې لوبډلې ته ماتې ورکړه

د ګجرات ټايټنس لوبډلې له لوري راشد خان، موهيت شرما او نور احمد ښه توپ اچونه وکړه. راشد خان په ۴ اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي يې وسوزول، شرما په ۴ اورونو کې ۴۳ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ او نور احمد بيا په ۴ اورونو کې ۳۸ منډې ورکړې او کومه ویکټه يې ترلاسه نه کړه.

د ګجرات ټايټنس لوبډله د هدف پوره کولو لپاره لوبغالي ته راښکته شوه

د ګجرات ټايټنس لوبډلې له لوري بيا راشد خان، ډېويډ ميلر او ويجای شنکر ښه توپ وهنه وکړه. راشد خان په ۳۲ توپونو ۷۹ ناسوزيدلې منډې، ميلر په ۲۶ توپونو ۴۱ منډې او شنکر په ۱۴ توپونو ۲۹ منډې وکړې. د ګجرات ټايټنس لوبډلې د شلو اورونو په لوبولو سره ۱۹۱ منډې جوړې کړې، ۸ لوبغاړي يې وسوزيدل او لوبه يې د ۲۷ منډو په توپير وبايلله.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره شپه مومبيي لوبډلې بنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه

د مومبيي اينډينس لوبډلې له لوري اکش مډوال، پېياش چاولا او کومار کارټيکيا ښه توپ اچونه وکړه. مډوال په ۴ اورونو کې ۳۱ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي يې وسوزول، چاولا په ۴ اورونو کې ۳۶ منډې ورکړې او ۲ ويکټې يې ترلاسه کړې او کارټيکيا په ۳ اورونو کې ۳۷ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې له ډګره بهر کړل.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره شپه کلکتې لوبډلې پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه

د لوبې غوره لوبغاړی سورياکومار يادو وټاکل شو چې ښه توپ وهنه يې وکړه.

د نن لوبو له حاله هم خبر شئ

د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې نن دوه لوبې ترسره کيږي، په لومړۍ لوبه کې سنرايزرس حيدرآباد لوبډله له لکنو سوپر جاينټ لوبډلې سره لوبه کوي او په دويمه لوبه کې بيا ډهلي کپيټلس لوبډله له پنجاب کينګز لوبډلې سره مخامخ کيږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button