لوبېلوبې خبرونهنړیوال خبرونه

د هندوستان کرکټ غوره ليګ سياليو په دوام تېره شپه کلکتې لوبډلې بنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې د دغه ليګ په نهمه لوبه کې له يوې جالبې لوبې وروسته، کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې له رويل جلنجرز بنګلور لوبډلې نه لوبه وګټله

د سږني آی پي اېل سياليو په نهمه لوبه د رويل جلنجرز بنګلور لوبډلې لوبډلمشر پاپ ډو پلسي د لوبې پچه وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې له لوري د توپوهنې په برخه کې شرډول ټکور ډېره ښکلې لوبه وکړه چې په ۲۹ توپونو يې ۶۶ منډې جوړې کړې، د افغانستان ځوان لوبغاړی رحمن الله ګربز هم تر نورو ښه و، ګربز په ۴۴ توپونو ۵۷ منډې وکړې او رينکو سينګ بيا په ۳۳ توپونو ۴۶ منډې ترلاسه کړې. د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې له پوره شل اورونو لوبولو وروسته ۲۰۴ منډې ترلاسه کړې او ۷ لوبغاړي يې وسوځيدل چې سيالې لوبډلې ته يې د ۲۰۵ منډو پوره کولو هدف وټاکه.

د رويل جلنجرز بنګلور لوبډلې په توپ اچونه کې بيا ډېوډ ويلي تر نورو ښه توپ اچونه وکړه، نوموړي په ۴ اورونو کې يوازې ۲۶ منډې ورکړې او دوه سيال لوبغاړي يې وسوزول، کرن شرما په ۳ اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او کرن هم دوه مخالف لوبغاړي وسوزول او ميچل بريشوال بيا په ۳ اورونو کې ۳۴ منډې ورکړې او يوه ویکټ يې ترلاسه کړه.

د رويل چلنجرز بنګلور لوبډله د ۲۰۵ منډو پوره کولو لپاره ميدان ته راښکته شوه

د رويل جلنجرز بنګلور لوبډلې له لوري لوبډلمشر پاپ ډو پلسي په ۱۲ توپونو ۲۳، ويراټ کولي په ۱۸ توپونو ۲۱ او ډېویډ ويلي په ۲۰ توپونو ۲۰ ناسوزيدلې منډې جوړې کړې. د بنګلور ټوله لوبډله د لوبې په ۱۸ اور کې د ۱۲۳ منډو جوړولو وروسته وسوزېده چې لوبه يې په لوی توپير وبايلله.

د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې بيا وارون چکروارټي ښه توپ اچونه ترسره کړه، نوموړي په ۳٫۴ اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل، سياش شرما په ۴ اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې او ۳ تنه يې وسوزول او سونيل نرين بيا په ۴ اورونو کې ۱۶ منډې ورکړې او ۲ تنه يې وسوزول.

نور ولولئ:د هندوستان کرکټ غوره ليګ سياليو په دوام تېره شپه پنجاب کينګز لوبډلې راجستان رويلس لوبډلې ته ماتې ورکړه

د لوبې غوره لوبغاړی شرډول ټکور وټاکل شو چې د ۶۸ منډو کولو سره-سره يې ښکلې توپ اچونه هم ترسره کړې وه، نوموړي په ۲ اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او يوه ویکټ يې هم ترلاسه کړې وه.

د لوبې نندارې لپاره د هندوستان فلمي نړی مشهور ستوری شاروخان هم راغلی و.

له نننۍ لوبې هم خبر شئ

د آی پي اېل سياليو په لړ کې نن يوه لوبه کيږي چې لکناو سوپر جاينټ لوبډله به له سنرايزرس حيدرآباد  سره مخامخ شي.

د آی پي اېل سياليو نننۍ لوبه د افغانستان په وخت په ۶:۳۰ بجو خپريږي چې په اېکانا سپورټ سيټي لوبغالي کې ترسره کيږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button