لوبېلوبې خبرونه

د هندوستان کرکټ غوره ليګ سيالیو په اړه

د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې تېره ورځ دوه لوبې ترسره شوې چې په لومړۍ لوبه کې کلکتې لوبډلې ګجرات او حيدراباد لوبډلې پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړې

د پرونۍ لوبو لومړۍ لوبه د کلکتې نايټ رايډرز او ګجرات ټايټنس لوبډلو تر منځ ترسره شوه چې د کلکتې لوبډلې په بريا پای ته ورسيده.

د هندوستان غوره ليګ سياليو پرونۍ لوبه د ټول ليګ ۱۳مه لوبه وه، چې د ګجرات لوبې لوبډلمشر راشد خان د لوبې پچه وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د ګجرات له لوري په توپ وهنه کې وېجای شنکر ۶۳ ناسوزيدلې منډې، سای سډهارسن ۵۳ او شبمن ګيل ۳۹ منډې وکړې. د ګجرات لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو او ۴ لوبغاړو په سوزيدو ۲۰۴ منډې وکړې او ۲۰۵ منډې هدف يې وټاکه.

د کلکتې له لوري په توپ اچونه کې سونېل نرين ۳ ويکټې او سیاش شرما يوه ويکټ ترلاسه کړه.

د کلکتې لوبډلې له لوري په توپ وهنه کې وينکيټاس ويار ۸۳ منډې، رينکو سينګ ۴۸ ناسوزيدلې منډې او نيټيش رنا ۴۵ منډې وکړې.

د ګجرات له لوري په توپ اچونه کې بيا راشد خان ۳ ويکټې، الزيري جوزيف ۲ او محمد شمي يوه ويکټ واخيسته.

دويمه لوبه د پنجاب کينګز او سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې ترمنځ ترسره شوه

د نوموړې لوبې پچه د حيدراباد لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پریکړه وکړه.

د پنجاب لوبډلې لومړی توپ وهنې ته راوبلل شوه چې د دوی له لوري شيکر دوان ۹۹ ناسوزيدلې منډې، سم کرون ۲۲ او سکندر رضا ۵ منډې وکړې چې ټولو ۱۴۳ منډې ترلاسه کړې او د ۱۴۴ منډو هدف يې وټاکه.

د حيدراباد لوبډلې له لوري مينک مارکنډا ۴ ويکټې، مارکو جانسن ۲ ويکټې او عمر مليک هم ۲ ويکټې ترلاسه کړې.

د حيدراباد لوبډلې له لوري په توپ وهنه کې راهول ټريپاټي ۷۴ ناسوزيدلې منډې، آډين مرکرام ۳۷ ناسوزيدلې او مينک اګروال ۲۱ منډې جوړې کړې او د لوبې په ۱۸ اور کې يې هدف ترلاسه کړ.

نور ولولئ: د هندوستان کرکټ غوره لیګ سیالیو وروستي مالومات

د پنجاب لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې ارشډيف سينګ او راهول چهار يوه-يوه ویکټ ترلاسه کړه.

د نننۍ لوبې له حاله هم خبر شئ

د آی پي اېل سياليو په لړ کې نن يوه لوبه ترسره کيږي چې رايل جنلجرز بنګلور لوبډله له لکناو سوپر جاينټ لوبډلې سره لوبه ترسره کوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button