د هندي سینما مشهور اداکار «سیب علي خان» غلو زخمی کړی

اړوند مطالب:
په نیټفلیکس کې د ۲۰۲۳ کال ډېر کتل شوي هندي فلمونه
پر نټفلیکس د مازکر له ناول جوړ شوی سریال
هندۍ رسنیو ویلي، د دغه هېواد د سینما ستوري «سیف علي خان» غلو په خپل کور په چاقو وهل شوی او ټپي دی.
هندي رسنیو تېره ورځ(چهارشنبه، د مرغومي ۲۶مه) ویلي، چې یو غل د سیف علي خان د کور ته ننوتی و، د هغه ساتونکي ورسره لاس او ګریوان شوی، خو کله چې سیف علي خان مداخله کړې، غل پرې د چاقو ګوزارونه کړي او شپږ ځایه یې ژوبل کړی دی.
پولیس د دې پېښې په اړه زیاتوي، چې د سیف دوه زخمونه ژور دي او یو ټپ یې د ملا تېر ته نژدی او ګواښوونکی دی. د ممبۍ پولیس وایي چې بریدګر تښتېدلی دی.
سیف د هند «ممباۍ د لیلاوتي» په روغتون کې بستر دی او د یاد روغتون یو ډاکټر ویلي، «سیف علي خان تر جراحي عملیاتو لاندې دی او له عملیاتو وروسته به یې د ټپونو حالت معلوم شي.»
باید وویل شي چې په دغه برید کې د سیف علي خان مېرمنې او د هند نامتو اداکارې «کرینا کپور» او دوو زامنو ته یې کوم زیان رسېدلی نه دی.
د یادولو ده چې د هند نورو سینمايي ستوریو او د سیف علي خان مینهوالو په دې پېښې خواشیني ښودلې ده.