د هندي سینما ځوانې اداکارې سنچیتا اوګلې په ۲۲ کلنۍ کې ژوند ته د پای ټکی کېښود

د هندي سینما ځوانې اداکارې او د ټلوېزیوني ډرامو مشهورې څېرې سنچیتا اوګلې مړینې د هند د هنري نړۍ مینهوال خواشیني کړي دي. هندي رسنیو راپور ورکړی چې نوموړې د ۲۲ کلونو په عمر ځان وژنه کړې ده.
د راپورونو له مخې، سنچیتا د مړینې تر پېښې څو ساعته وړاندې پر خپلې انسټاګرام پاڼې یوه وېډیو هم خپره کړې وه، خو د هغې په خپرو شویو مطالبو کې د کومې غیرعادي موضوع نښې نه وې لیدل شوې.

د هندي سینما ځوانې اداکارې سنچیتا اوګلې؛ پولیسو د مړینې د علت د معلومولو لپاره پلټنې پیل کړې
پولیسي چارواکي وايي، د پېښې له خبر ترلاسه کولو وروسته یې د پېښې ځای وڅېړه، خو د ځان وژنې کوم لیک او یا هم داسې شواهد ونه موندل شول چې د بل چا د لاس لرلو احتمال پیاوړی کړي.
د پولیسو په وینا، د سنچیتا اوګلې پلار هم د خپلې لور د مړینې په اړه د کومې توطیې شک نه لري او هېڅوک د دې پېښې مسؤل نه ګڼي.
د نوموړې جسد د عدلي طب معایناتو لپاره یوه دولتي روغتون ته لېږدول شوی او پولیسو د ناڅاپي مړینې دوسیه ثبت کړې ده. چارواکي هڅه کوي د دې پېښې اصلي لاملونه روښانه کړي. د هندي سینما ځوانې اداکارې سنچیتا اوګلې

سنچیتا اوګلې د تلویزیون له ځوانو ستورو څخه وه
د هندي سینما ځوانې اداکارې سنچیتا اوګلې د «کمکم بهاګیه» په نوم مشهور ټلوېزیوني سریال کې د «دیا ټنډن» د رول له کبله پراخ شهرت ترلاسه کړی و.
هغې د «واګلې کي دنیا – نوی نسل، نوې کیسې» په نوم سریال کې هم د پام وړ رول لوبولی و او وروسته یې د «دل والی دولها لے جایګي» په نوم ډرامه کې مرکزي کرکټر ترلاسه کړ.
سنچیتا اوګلې د سینما په برخه کې هم فعالیت درلود او په «چھاوا» فلم کې یې هم رول ادا کړی و.

د هنري نړۍ غمیزه
د سنچیتا اوګلې ناڅاپي مړینې د هند د هنري او ټلوېزیوني نړۍ مینهوال حیران کړي دي. نوموړې د خپل ځوان عمر، هنري استعداد او مخ پر ودې مسلک له امله د هندي تفریحي صنعت له هیلهمنو څېرو څخه ګڼل کېده.
پولیسو ویلي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او د معایناتو له بشپړېدو وروسته به نور جزییات هم له رسنیو سره شریک شي.



