هنر او ادب

د هندۍ فلمي ستورې جیاخان ځانوژنې ته پر هڅولو تورن کس لس کاله وروسته بې ‌ګناه بلل شوی

په هند کې د ممبۍ محکمې ځانوژنې ته د خپلې ملګرې فلمي ستورې جیاخان پر هڅولو تورن سورج پنچولي بې ګناه بللی دی

د سي‌بي‌آی یا د هند د پلټنو مرکزي ادارې ځانګړې محکمې دا پرېکړه د جیاخان تر مرګ نږدې یوه لسیزه وروسته د اپرېل پر ۲۸مه اورولې ده.

شل کلنه جیاخان د ۲۰۱۳ کال د جون پر درېیمه په ممبۍ کې په خپل کور کې مړه موندل شوې وه.

چې پر ملګري سورج پنچولي تور پورې شو او نیول شوی و چې ګواکې ده هغه ځان وژنې ته هڅولې ده.

که څه هم ښاغلی پنچولي په ضمانت خوشی شوی و خو دا قضیه لا روانه وه او هغه پرې لګول شوي تورونه بې بنسټه بللي وو.

د یادولو ده چې جیا تر ځانوژنې مخکې یو شپږ مخیز لیک لیکلی و او د هماغه لیک پر بنسټ پولیسو ښاغلی پنچولي نیولی او قضیه یې رسمي کړې وه.

تر ځانوژنې مخکې جیا په لیک کې څه لیکلي وو؟

په لیک کې جیاخان لیکلي وو چې ګواکې له سورج پنچولي سره یې ژورې اړیکې لرلې او دا یې له رواني او بدني پلوه ځورولې ده چې بلاخره ځانوژنې ته مجبوره شوه.

په ۲۰۲۱م کال کې محکمې ویلي وو چې د دې قضیې پلټنه د دوی په واک کې نه ده ځکه چې د هند د پلټنو مرکزي یا تر ټولو مخکښه تحقیقي اداره سي‌بي‌آی دا قضیه څاري.

نور ولولئ: د پټان فلم له ګټې یوازې شاه رخ خان ته دوه میلیارده روپۍ ورکړل شوي

د جیاخان مور رابعه خان د سي‌بي‌آی ځانګړې محکمې ته ویلي وو چې سورج له جیا سره ښه چلند نه کاوه او هغې ته به یې ناوړه کلمې کارولې.

مور یې په بیان کې دا خبره هم کړې وه چې ګواکې نه پولیسو او نه هم سي‌بي‌آی داسې شواهد راټول کړي‌ چې هغې ځان وژلی دی.

د هنري ژوند وروستی فلم

هندي الاصله امریکایۍ جیاخان په انګریزي ادبیاتو او وروسته د سینما په برخه کې زدکړې کړې وې.

جیاخان هله وځلېدله چې په ۲۰۰۷ کې یې له وتلي هندي فلمي ستوري امیتاب بچن سره په «نېشبد» فلم کې په مرکزي رول کې راڅرګنده شوه.

نور ولولئ: بوميکا چاولا په «کيسي کا بهای کيسي کا جان» فلم کې د سلمان خان د مور رول لوبوي

هغه مهال دا اتلس کلنه وه‌ چې د همدې فلم له کبله ایوارډ یا جایزه هم ورکړل شوه او په باليووډ یا هندي فلمي نړۍ کې یې ځانګړی نوم وګاټه.

وروسته یې له بل وتلي فلمي ستوري عامرخان سره په «ګجني» فلم کې کار وکړ. یو خوا دا فلم خورا مشهور شو او بلخوا یې د جیاخان شهرت هم زيات کړ.

د جیان خان وروستی فلم «هاوس فُل» و چې له اکشې کمار سره یې ګډ کار پکې وکړ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button