سیمه

د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ؛ پاکستان د لرې واټن ویشتونکی توغندی ازمایلی

اړوند خبرونه:

کشمیر کې د تاوتریخوالي له امله، له هند سره د افغانستان سوداګري په ټپه ودرېده

اسلام اباد: “هند به په راتلونکو څو ساعتونو کې پر پاکستان برید وکړي”

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پوځ نن (شنبه، د غویي ۱۳مه) د ځمکې څخه ځمکې ته د لنډ واټن ویشتونکي توغندي “عبدلي” (حتف-II) په بریالیتوب سره ازموینه وکړه.

دا توغندی، د ۴۵۰ کیلومتره واټن ویشتلو وړتیا لري، د دودیزو او اټومي سرګلولو د لیږدولو وړتیا لري. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو (ISPR) په وینا، وروستۍ ازموینه د ځواکونو د عملیاتي چمتووالي او د توغندیو د لوړې وړتیا ارزولو لپاره ترسره شوه.

دا اقدام په داسې وخت کې ترسره شو چې د پاکستان او هند ترمنځ تاوتریخوالی په ځانګړې توګه د کشمیر په پهلګام سیمه کې د وروستي ترهګریز برید وروسته خپل اوج ته رسېدلی دی.

د عبدلي توغندی، چې د پاکستان د لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندیو لړۍ برخه ده، د “انډیز” تمرین په چوکاټ کې ازمول شوی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اعلان وکړ، چې دا ازموینه بریالۍ وه او ټاکل شوي اهداف، په شمول د هدف دقت او د نیویګیشن سیسټمونو فعالیت، ترلاسه شوي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، لومړی وزیر شهباز شریف او د هیواد د وسله والو ځواکونو مشرانو په دې ازموینه کې د ښکیلو پوځي پرسونل، ساینس پوهانو او انجینرانو ستاینه وکړه.

دا ازموینه په داسې حال کې وشوه چې پاکستان په وروستیو اوونیو کې په ځانګړې توګه د اپریل په ۲۶، ۲۰۲۵ کې په پهلګام کې د برید وروسته چې ۲۶ سیلانیان یې ووژل شول د په لوړ خبرداري کې و.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button