افغانستانسیمه

د هند دفاع وزیر: زموږ هېواد د افغانستان ثبات ته ژمن دی

اړوند خبرونه:

مودي د هند په ټاکنو کې د صدراعظمۍ چوکۍ وګټله

د هند د بهرنیو چارو وزیر متحده عربي اماراتو ته په سفر تللی دی

غزې ته د متحده عربي اماراتو بشري مرستې

د هند دفاع وزیر «راجنات سینګ» چین کې د شانګهای همکارۍ سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې د افغانستان د امنیت، ثبات او پرمختګ لپاره د خپل هېواد پر ژمنې ټینګار وکړ، او ویې ویل چې هند به د کابل تر ټولو لوی پرمختیایي ملګری پاتې شي.

د هند دفاع وزیر راجنات سینګ، چین کې د شانګهای همکارۍ سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې په خپله وینا کې وویل: “هند په کلکه د افغانستان د امنیت او ثبات ملاتړ کوي او دا هیواد د خپلې پراختیایي پالیسۍ له لومړیتوبونو څخه ګڼي.”

هغه زیاته کړه چې هند په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د ترټولو لوی پرمختیایي شریک په توګه مهم رول لوبولی دی او په افغانستان کې د پراختیایي پروژو او ظرفیت لوړولو پروګرامونو ته ژمن دی.

سینګ ټینګار وکړ چې نوی ډیلي به د افغانستان له خلکو سره د پوهنې، روغتیا، زیربناوو او بشري ظرفیت لوړولو په برخو کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي، او هدف یې د یو باثباته، خوندي او پرمختللي افغانستان په جوړولو کې مرسته کول دي.

هند د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې په تېرو دوو لسیزو کې یې په افغانستان کې په زیربنایي، تعلیمي او بشري پروژو کې میلیاردونه ډالر پانګونه کړې ده. د نوي افغان پارلمان جوړول، د سلما بند، روغتیايي پروژې، تعلیمي بورسونه، او د افغان ځواکونو روزنه په دې موده کې د هند له مهمو مرستو څخه دي.

هند هم له افغانستان سره پراخې کلتوري او تاریخي اړیکې لري او تل یې د سیمه‌ییزې همکارۍ له لارې د افغانستان په بیارغونه کې خپل رول ساتلی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button