نړیوال خبرونه

د هند د بهرنیو چارو وزیر متحده عربي اماراتو ته په سفر تللی دی

ایس جي شنکر به په دغه سفر کې د متحده عربي اماراتو له بېلابېلو چارواکو سره پر هر اړخیزو اړیکو بحثونه ولري

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جي شنکر متحده عربي اماراتو ته په خپل سفر سره لومړی په دغه هېواد کې له موجود مندر لیدنه وکړه او ددې لیدنې پرمهال یې وویل، په متحده عربي اماراتو کې د هندوانو مندر د دغه هېواد او هند ترمنځ د تلپاتې اړیکو او سیاست یو سمبول او بېلګه ده.

هند هڅه کوي چې د نورې نړۍ په څېر له متحده عربي اماراتو سره هم ښې اړیکې ولري او تر څنګ یې له دغه هېواد سره سوداګریز، اقتصادي او ټکنالوژیکې همکارۍ په برخه کې ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړي.

متحده عربي امارات او هند

د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر به د متحده عربي اماراتو له خپل سیال عبدالله بن زاید آل نهیان سره د دوه اړخیزو همکاریو په چوکاټ کې د پراخو مسئلو په اړه خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر د یکشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو (UAE) چې په لویدیځ کې د هند یو له نږدې ستراتیژیکو ملګرو دی، لیدنه وکړه، ترڅو د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه وکړي او د همکارۍ لپاره نوې لارې چارې راوباسي او دواړه هېوادونه خپلې همکارۍ پراخې کړي.

نور ولولئ: غزې ته د متحده عربي اماراتو بشري مرستې

نور ولولئ: اماراتو ته د سراج الدین حقاني سفر؛ د دولت رئیس ورسره لیدلي

د بهرنیو چارو وزارت په یوه لنډ بیان کې وویل چې جي شنکر به د متحده عربي اماراتو له خپل سیال عبدالله بن زاید ال نهیان سره د دوه اړخیزو همکاریو لاندې د پراخو مسلو په اړه خبرې وکړي.

afghan (65)
په متحده عربي متحده اماراتو کې له مندر د جي شنکر لیدنه

په منځني ختیځ کې روان کړکېچ، هند او امارات

د هند د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال متحده عربي اماراتو ته سفر کوي چې په منځني ختیځ کې د اسرائیلو او حماس تر منځ درنه جګړه روانه ده.

په دې سفر کې جي شنکر وویل: “دا لیدنه به د هند او متحده عربي اماراتو تر منځ د هراړخیز ستراتیژیکو همکاریو او سیمه ایزو او نړیوالو پرمختګونو د بیاکتنې لپاره فرصت برابر کړي.”

دواړو هېوادونو له ۲۰۱۵ کال راهیسې خپلې اړیکې پراخې او د ستراتیژيکې تر کچې لوړې کړې. متحده عربي اماراتو او هند د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ میاشت کې د هر اړخیز مشارکت تړون (CEPA) تړون لاسلیک کړ. دواړه هېوادونه تمه لري چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به دوه اړخیزه سوداګري ۱۰۰ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button