افغانستانسیاستسیمه

د هند د سفارت د پرانیستو پرېکړه

اړوند خبرونه:

د طالبانو اعلامیه: د هند او پاکستان تر منځ زیاتېدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ دی

هند پر پاکستان د «سندور» عملیات پیل او ۹ سیمې یې په نښه کړي

کشمیر کې د تاوتریخوالي له امله، له هند سره د افغانستان سوداګري په ټپه ودرېده

اسلام اباد: “هند به په راتلونکو څو ساعتونو کې پر پاکستان برید وکړي”

امیر خان متقي وايي، رسمیت پېژندنه د فشار په توګه کارول کېږي

هندي رسنیو د رسمي سرچینو په حواله ویلي، حکومت یې په کابل کې د خپل سفارت د چارو د پرمخ وړلو لپاره «کرن یاداو» د نوي شارژدافیر په توګه ټاکلی دی. دا ګام په داسې حال کې اخیستل شوی چې څو ورځې مخکې د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، له کابل سره خپلې اړیکې یې د سفارت په کچه لوړې کړې دي.

دغه پرېکړه د دې څرګندونه کوي چې هند غواړي له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې د واقعي اړتیاوو او سیمه‌ییزو ګټو له مخې عادي کړي، که څه هم تر اوسه یې د اسلامي امارت رسمي پېژندنه نه ده اعلان کړې.

د امیرخان متقي سفر او د اړیکو پراختیا

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د هند د سفر پر مهال د دې هېواد له لوړ پوړو چارواکو، د سوداګرو ټولنو او د دیوبند دیني مدرسې له مسوولینو سره کتنې وکړې. هغه ویلي وو چې د نوی ډیلي او کابل اړیکې به په ډېرو برخو کې پراخه شي.

د متقي څرګندونې ښيي چې دواړه لوري غواړي خپله اړیکه له انساني مرستو او بشري تماسونو نه، بلکې د اقتصادي او سیاسي همکارۍ پله ته بوځي.

دا هم ولولئ:  د اوچا اندېښنه؛ راتلونکی کال به تر ۱۴ میلیونه ډېر افغانان بېړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا ولري

د هند هدفونه او سیاسي محاسبه

هند له تاریخي پلوه د افغانستان یو مهم سیمه‌ییز شریک پاتې شوی، خو د ۲۰۲۱ کال وروسته یې ډیپلوماتيکې اړیکې تر ډېره کچه کنګل شوې وې. اوسنی ګام ښيي چې نوی ډیلي د افغانستان په اړه له عملي او ژورې محاسبې وروسته د تدریجي تعامل پالیسي غوره کړې ده.

هند غواړي د منځنۍ اسیا، چین او پاکستان تر منځ د خپلو ستراتیژیکو ګټو د خوندیتوب لپاره په کابل کې حضور ولري.

دغه حضور به هند ته دا زمینه برابره کړي چې په افغانستان کې د پراختیایي پروژو او بشري کمکونو چوکاټ له نږدې وڅاري.

دا تصمیم همدارنګه د هغو هېوادونو د سیاست دوام ښکاره کوي چې له اسلامي امارت سره د بشپړې رسمي پېژندنې له اعلان پرته، د تماسونو عملي لاره غوره کوي.

د پېژندنې مسله او احتمالي راتلونکی

که څه هم هند لا هم اسلامي امارت په رسمي توګه نه دی پېژندلی، خو ځینې سیمه‌ییز کارپوهان باور لري چې هند ښايي د روسیې وروسته دویم هېواد وي چې دا ګام واخلي. دلیل یې دا دی چې هند په افغانستان کې د ثبات د دوام او د ترهګرۍ ضد ستراتیژۍ لپاره تعامل اړین ګڼي.

د نوي شارژدافیر ټاکنه ښيي چې هند غواړي د خپل نفوذ له بیا فعاله کولو سره د افغانستان د راتلونکو سیاسي ترتیباتو برخه پاتې شي. دا به نه یوازې د افغان-هندي اړیکو بنسټ پیاوړی کړي، بلکې د جنوبي اسیا د ځواک توازن ته هم نوې بڼه ورکړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button