کورني خبرونه

د هند لخوا د غنمو او درملو مرسته به د پاکستان له لوری افغانستان ته لېږدول کېږي

  افغانستان افغانستان

د هند له اړخ  د غنمو او درملو مرسته به د پاکستان له لوری  افغانستان ته لېږل کېږي پاکستاني چارواکي وايي هند ته یې اجازت  ورکړې چې د افغانستان له وګړو  سره د مرستې په هدف  پنځوس زره مېټرک ټنه غنم او درمل د پاکستان له لوری  افغانستان ته ولېږي.

ټاکل شوې ده چې دا غنم او درمل به د واګه له پولې  څخه راتېر او بیا د پاکستان له خاورې نه  افغانستان ته ولېږل شي. د پاکستان د خارجه  وزارت په یوه اعلامیه کې ویلی چی  دا پرېکړه یې له افغان ولس سره د خواخوږۍ پر بنسټ کړې. اعلامیه کې راغلي چې په اسلام اباد کې د هند شارژدافئر ته په دې تړاو  رسمي وضاحت ورکړی. د طالبانو د خارجه  وزیر امیر خان متقي هم څه وخت  وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان څخه  غوښتنه کړې  چې د هند مرستو ته اجازت  ورکړي چې د پاکستان له لوری  افغانستان ته ورسېږي.

دا هم ولولئ | کابل کی د پاسپورټونه ویش موقتی بند او نورو ولایتو کی روان دی

په ورته مهال چی  په نوي ډیلي کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي له افغانستان سره د دې همکاری لپاره د هند د حکومت او د لومړي‌ وزیر نرېندرا مودي څخه  مننه کړې. نوموړي پخپله  ټوېټر پاڼه  لیکلي چی هیله لري چې نور هېوادونه او نړیوالې ادارې به هم په دې سختو شرایطو کې افغانانو سره د همکاری وکړی. هند شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې  چې د افغانستان لپاره د هند همکاری  ته دي د پاکستان له لوری  اجازه ورکړي.

بل اړخ ته د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ځانګړی استازی محمد صادق وايي  پر غلام خان بندر  دروازه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو هلو لپاره هڅی کوی . نوموړي پنجشنبه د دې دروازې له لیدنی څخه  وروسته پخپله  ټويټر پاڼه لیکلي  د غلام خان بندر  دروازه له عرب سمندره بیا تر افغانستان پورې  تر ټولو لنډه لار ده.

صادق خان هوډ ښکاره کړی کړی چې دا دروازه به ډېر ژر د سوداګرۍ او ټرانزيټ لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه مهمه لاره شي.  سوداګر له پاکستاني چارواکو څخه غوښتنه کوي چې پر همدې دروازه دي د کرښې دواړه اړخ  ته د سپرلیو ته هم د تورخم او چمن غوندی د تګ راتګ اجازه ورکړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button