لوبې

د هند لوبډلمشر او یو لوبغاړی له راتلونکي سیالیو بهر شو

د هند کرېکټ ملي لوبډله د پنځو نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کوي

د هند کرکټ ملي لوبډلې د سویلي افریقا پر وړاندې د پنځه نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کوي، خو د سیالیو له پیلیدو څخه مخکې د هند لوبډلمشر کی ایل راهول او یو لوبغاړی د ټپونو له امله له سیالیو څخه بهر شوي دي.

د ای سي سي د راپور له مخې، کی ایل راهول د سویلي افریقا پر وړاندې د راتلونکو شل اوریزو لوبو لړۍ څخه بهر شو. هغه د هند لوبډلمشري کوله او د هغه په نه شتون کې به ریشب پانټ په لومړي ځل د هند لوبډلمشري وکړي.

همدا راز هاردیک پانډیا، چې په سږکال ای پي ایل کې یې د ګجرات ټایټنس لوبډلې لوبډلمشري په غاړه لرله او د ای پي ایل اتلولي یې هم خپله کړه، د مرستیال لوبډلمشر په توګه اعلان شوی دی. په دغه سیالیو کې روهیت شرما، ویراټ کوهلي او جسپریت بومرا ته ارام ورکړل شوی دی.

 نور یی ولوله | د افغانستان د اقتصادي وضعیت په هکله د نړۍوال بانک اندېښنه

 نور یی ولوله | بلخ ولایت کې د نجونو لپاره د وړیا روزنیز مرکز جوړېدل

د هند مهم توپ اچوونکی کلدیپ یادو د ټپ له امله له لوبې بهر شو

بلخوا د هند یو مهم توپ اچونکی کلدیپ یادو هم د ټپونو له امله له سیالیو څخه بهر شوی دی. هغه په نیټس کې د تمرین پر مهال خوږ شوی و. دواړه به په بېنګلور کې د ملي کرکټ اکاډمۍ ته ورځي او هلته به یې ډاکټران درملنه کوي او وروسته به پرېکړه کېږي، چې څه وشي.

د سویلي افریقا پر وړاندې د هند نوملړ: ریشب پانټ (لوبډلمشر او ویکټ ساتونکی)، هاردیک پانډیا (مرستیال لوبډلمشر)، روټوراج ګایکواړ، ایشان کشن، دیپک هوډا، شریاس ایر، دینیش کارتیک (ویکټ ساتونکی)، وینکټیش ایر، یوژیندرا چاهل، اکشر پټیل، روي بشنويي، بوینشور کمار، هرشل پټیل، اویش خان، ارشدیپ سینګ او عمران ملک.

د یادولو وړ ده، چې د هند او سویلي افریقا ترمنځ د پنځه نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ سبا پیلېږي. د جون په نهمه نېټه به لومړۍ لوبه په ډیلي کې د افغانستان په وخت ۶ بجې پیل شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button