ژوند او ټولنهنړیوال خبرونه

بلخ ولایت کې د نجونو لپاره د وړیا روزنیز مرکز جوړېدل

د شاوخوا پنځو ښځینه زده کونکو لپاره ځانګړی روزنیز مرکز

په بلخ ولایت کې یوه مرستندویه بنسټ د کابو ۵۰۰ نجونو زده‌کوونکو لپاره یو ځانګړی روزنیز مرکز جوړ کړی دی. د انګلیسي ژبې، کمپیوټر، ریاضیاتو او فارسي ادبیاتو تدریس هغه مضمونونه دي چې په‌دې مرکز کې په وړیا توګه زده‌کوونکې تدریسېږي. په‌دې مرکز کې د نجونو لپاره د کانکور چمتوالي ټولګي هم په پام کې نیول شوي.

د اکټیډ دفتر د کټوري څانګې مسوول عبدالسمیع اریا وايي: «په‌دې مرکز کې انګلیسي، ریاضي، دري ادبیات او کمپیوټري برنامې تدریسېږي چې تر دې مهاله پنځه سوه زده‌کوونکي تر پوښښ لاندې نیسي.» د دې روزنیز مرکز پرانیستل د نجونو زده‌کوونکو له پراخ هرکلی سره مخ شوی دی.

زده‌کوونکې شکیبا وايي: «له هغو کورنیو چې نه غواړي خپل اولادونه درسونو ته پرېږدي، غوښتنه کوو چې خپلو اولادونو ته اجازه ورکړي، څو یو ځای ته ورسېږي او د نورو ښځو لپاره الګو شي.» یوه بله زده‌کوونکې ظریفه وايي: «موږ غواړو دا ډول نور کورسونه هم جوړ شي، څو نجونې درسونه ووايي.»

 نور یی ولوله | کابل کې افغان انجنیرانو په لومړي ځل د یوې الوتکې “سي چک” بشپړ کړ

 نور یی ولوله | شهیدي: راتلونکې لوبه کې د لوبغاړو د بدلون په اړه فکر کوو

له بلې‌خوا، د بلخ د پوهنې مسوولان د دې روزنیز مرکز له پرانیستو ملاتړ کړی او له اوسني وضعیته د خلاصون یوازینۍ لار د هېواد د ځوان نسل د روزنې لپاره زمینه برابرول ګڼي.

هرڅوک باید هڅه وکړي چې خلکو او ملت ته خوښي راولي.

د بلخ ولایت د ښاري پوهنې امر محمد نعیم بلخي وايي: «هر څوک دې هڅه وکړي چې خلکو او ملت ته خوښي په برخه کړي. دا ملت د درناوي وړ دی او باید درناوی او همکاري یې وکړو.» په‌دې لړ کې د هېواد په شمال کې د یوه مرستندویه بنسټ مسوولان وايي، دوی په بېلابېلو برخو کې د نجونو او ښځو د ځان بسیاینې لپاره فعالیت کوي. اوس د هېواد د شمال په ۲۴ ولسوالیو کې څه د پاسه پنځه زره ښځې او نجونې د دې پروګرام په چوکاټ کې زده‌کړه کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button