لوبې

د هند لوبډلمشر روهیت شرما په کورونا اخته شو

د هند د کرکټ ملي لوبډلې کپتان او مخکښ توپ وهونکی

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکی روهیت شرما په کورونا اخته شوی دی، چې په دې اړه د هند کرکټ بورډ له خوا په ټویټر باندې معلومات ورکړل شوي دي.

روهیت شرما د شنبې په ورځ د کورونا ټیسټ مثبت و

د هند کرکټ بورډ په یو ټویټ کې ویلي دي، چې د لوبډلمشر روهیت شرما د کورونا ټېسټ، چې د شنبې په ورځ شوی و، مثبت راغلی دی او له دې امله نوموړی د انګلستان په یو هوټل کې کرنټین شوی دی.د هند کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د روهیت شرما د کورونا ټېسټ به نن یو ځل بیا ترسره کېږي. نوموړی په لیسټرشایر کې د تمریناتي لوبې په دریمه ورځ په کورونا اخته شوی دی.

نور یی ولوله | هرات کې د سوداګرو مېرمنو له خوا د دایمي بازار جوړېدل

نور یی ولوله | د بادغیس دیني عالمان د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کوي

همدا راز انګلستان ته د هند لوبډلې له روانېدو مخکې بیا د هند د ورو توپ اچونکي چندرن اشوین د کورونا ویروس ټېسټ هم مثبت راغلی و. دا هم باید هېره نکړو چې هند له انګلستان سره د ټېسټ لوبه لري، چې ټېسټ لوبه به د جولای په لومړۍ نېټه په ایجبسټن کې پیل شي. دا ټېسټ لوبه دوه کاله مخکې د لوبلړۍ وروستۍ لوبه وه، چې د کورونا له امله هغه لوبلړۍ ځنډول شوې وه.

باید یاده کړو چې کرونا ویروس د ۲۰۱۹ کال په اوایلو کې نړی کې خپور شوی وو خو لا هم د دې ویروس لپاره کومه سمه درملنه نده رامنځته شوې او اکثره ډېر عمر لرونکي چې په وخت درمل ونکړي نو پیا مرګ سبب ېې هم ګرزي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button