سیمه

د هند لومړي وزیر پر پاکستان د برید لپاره د کابینې بېړنۍ ناسته رابللي

د لومړي وزیر «نریندرا مودي» په مشرۍ د هند کابینې نن (چهارشنبې، د ثور ۱۰مه) بیړنۍ غونډه کړې چې له مخې یې د دوی تر ولکې لاندې کشمیر په «پهلګام» کې تر خونړي برید وروسته د هند پر پوځي اقدام بیاکتنه وکړي.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو د خونړي برید له امله لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل شول او هندي چارواکو پاکستان د هغو بریدګرو پر ملاتړ تورن کړی دی.

دا د کشمیر له برید وروسته د هند د کابینې لومړۍ غونډه وه چې د دې عمل په غندلو او د قاطع غبرګون د پلان په اړه پکې خبرې شوې دي.

په دې غونډه کې د هند کابینې د «پاکستان لخوا تمویل شوې ترهګرۍ» پر وړاندې د پرېکنده اقدام پر اړتیا ټینګار شوی.

د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې راپور ورکړی چې کابینې د سیند د اوبو تړون ځنډول، له پاکستان سره د اصلي سرحدي لارې تړل او له پاکستان سره د ډیپلوماټیکو اړیکو پرې‌کول تصویب کړي دي.

په هند کې د نریندرا مودي په مشرۍ د کابینې غونډې پر مهال، هاخوا پاکستاني چارواکو د خپلو سرچینو په حواله ادعا کړې چې هند به په راتلونکو ۳۶ ساعتونو کې پر پاکستان برید وکړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button