سیمه ییز خبرونه

د هند لومړی وزیر: کشمیر د هند له خاورې سره په مدغم کېدو دی

د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي وايي چې کشمیر د هند په خاوره راګډېدونکی دی

نوي ډهلي په ۲۰۱۹ کال کې هڅه وکړه چې له پاکستان جمو کشمیر له ځانګړي حالت راووېست او اوس یې د یوه منظم دولت په بڼه ددې سیمې خلکو ته خدمات وړاندې کړل.

جمو کشمیر له دې وړاندې د پاکستان او هندوستان تر منځ یوه حایل سیمه وه چې یوه دولت هم ورته خدمات نه وړاندې کول.

د هند لومړی وزیر نرېندر مودي وايي، جمو کمشیر د دغه هېواد له نورې خاورې سره په ګډېدو یا مدغمېدو بدل شوی دی.

نرېندر مودي پنځه کاله مخکې پرېکړه وکړه چې کشمیر خپل کړي او کشمیر د ځانګړي حالت له منځه وړلو سره دا سیمه د هند د مرکزي حکومت کنټرول کې راوسته.

modi (2)
د هند لومړی وزیر: کشمیر د هند له خاورې سره په مدغم کېدو دی

د کشمیر پرمختګ د نوي ډهلي لومړیتوب

نرېندر مودي نن کشمیر درې ته چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي په تګ سره وویل، چې د کشمیر پرمختګ د نوي ډېلي لومړیتوب دی او شمال کې یې د خپل هېواد تاج بولي.

نور ولولئ:  د هند بې ساري پرمختګونه؛ دا ځل به سپوږمۍ ته ستور مزلي واستوي

نور ولولئ: نوي ډهلي ومنله چې ځینې هندي اتباع د روسیې په پوځ کې دندې لري

ښاغلي مودي د جمو کشمیر په دوبنۍ پلازمېنه سرینګر کې زرګونو خلکو ته وینا کې زیاته کړه: نوی جمو کشمیر پر ننګونو د برلاسي جرات لري. هېواد ستاسو خندانه څېرې ویني او ستاسو په خوشالۍ لیدلو سره ارامېږي.

نرېندر مودي خپلو خبرو کې وویل، چې پر ۲۰۱۹ کال د کشمیر د ځانګړي حالت له ختمېدو را هیسې په دغه سیمه کې پانګونه شوې او د سیلګرۍ او صنعت په برخه کې پروژې پلې شوې دي.

modi5
د هند لومړی وزیر: کشمیر د هند له خاورې سره په مدغم کېدو دی

ددې سیمه د پرمختګ مخه نیول شوې وه

د مودي په خبره، د کشمیر ځانګړي حالت که دغه سیمه کورواکه کړې، وه، خو د پرمختګ مخه یې هم نیولې وه. نوموړي وویل، نوی ډهلی به په راتلونکې کې هم دغه سیمې او خلکو ته یې ځانګړې پاملرنه کوي.

داسې اټکل کېږي چې جمو کشمیر ته د نرېندر مودي دغه سفر له ټولټاکنو څو اونۍ مخکې دی او هغه هڅه کوي چې له دې سیمې رایه خپله او د دریم ځل لپاره لومړی وزیر شي.

هغه کشمیري سیاستوال چې له هند سره د کشمیر د یو ځایېدو یا مدغمېدو مخالف و، د نرېندر مودي پر سفر هم نیوکه کوي او راتلونکو ټاکنو لپاره یې کمپایني هڅه بولي.

کله چې په ۲۰۱۹ کال کې نوي ډهلي کشمیر له ځانګړې حالت راووېست، اسلام اباد یې پر وړاندې اعتراضي غږ پورته کړ، خو په مخنیوي کې یې ناکامه و.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button