لوبېلوبې خبرونه

د هند په غوره لیګ سیالیو کې د افسانوي لوبغاړي سچن ټنډولکر د زوی لومړنۍ لوبه

ارجون ټنډولکر چې د هند د افسانوي لوبغاړي سچن ټنډولکر زوی دی، یکشنبه د اپریل میاشتې په ۱۵ مه یې د آي پي ایل په سیالیو کې د لومړي ځل لپاره لوبه وکړه

کشر ټنډولکر ۲۱ کلن دی او د مومبيي انډینز لوبډلې لپاره لوبه کوي چې پلار یې د کرکټ لوبې څخه تر تقاعد کیدو وړاندې د همدې لوبډلې کپتان و.

سره له دې چې د ارجون ټنډولکر څخه ښایي د ډېرو هیله وي چې د خپل پلار په شان د کرکټ په لوبې کې ډیرې منډې وکړې او نړیوال ریکارډونه جوړ کړي خو دواړه یې هیڅ د پرتله کېدو نه دي.

سچن ټنډولکر په توپ وهنې کې نړیوال شهرت لري او په نړۍ کې یوازینی لوبغاړی دی چې د ټیسټ په لوبو کې یې ډیرې منډې کړې دي. هغه همدارنګه د کرکټ لومړنی لوبغاړی دی چې په ټیسټ او یو ورځنیو لوبو کې يې سل سلیزې جوړې کړې دي.

مشر ټنډولکر په ونه دومره ټیټ دی چې د کرکټ په نړۍ کې په (Little Master) یا کوچني استاد پیژندل کیږي. هغه په پنځلس کلنۍ کې د هند ملي لوبډلې ته غوره شوی و.

سچن په ښي لاس توپ وهنه کوي او ورو توپ اچوونکی دی   خو سچن تېز توپ اچونکی دی

خو ارجن ټنډولکر په ونه دنګ او تر خپل پلار ډیر جګ دی. کشر ټنډولکر د کیڼ لاس لوبغاړی دی. هغه د کرکټ په لوبه کې د توپ وهنې په پرتله په تیزې توپ اچونه کې نوم لري.

ارجون پخپل لومړنۍ لوبې کې په دوو اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې او هیڅ لوبغاړی یې ونه سوځاوه.

سچین او ارجون لومړني پلار او زوي شول چې د هند غوره لیګ په سیالیو کې لوبه کوي.

نور ولولئ: د سچن ټنډولکر زوی په خپله لومړنۍ لوبه کې د خپل پلار کارنامه وکړه

د روان ۲۰۲۳ ميلادي کال د هندوستان غوره ليګ سياليو ۲۲ مه لوبه د ارجون ټنډولکر لونړنۍ لوبه شوه چې نوموړی پکې هومره ونه ځليد لکه څومره چې تمه ترې کېده.

د هندوستان کرکټ ملي لوبډله ډېر زيات لوبغاړي لري او هغه کسان چې ملي ټيم ته انتخابيږي چې د آی پي اېل په سياليو کې ښه کارکردګي وکړي.

نور ولولئ:د ټنډولکر لور غواړي فلمونو کې کار پیل کړي

وبه ګورو چې په نورو راتلونکو لوبو کې به د مومبيي لوبډله په ارجون ټنډولکر باور وکړي چې په ۱۱ کسيز نوملړ کې يې وټاکي که نه.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button