ژوندلوبې خبرونه

د هند ښځینه پهلوانانې جنسي ځورول کېږي

د هند د پهلوانۍ لوړ پوړو ورزش کارو ښځو اعلان کړی، چې په احتجاجونو کې به خپل مډالونه “ګنګا” ته وغورځوي

دا پهلوانانې په پام کې لري، چې د هند پلازمېنې ډيلي کې “انډيا ګېټ” یا د هند دروازې سره د نه خوړو اعتصاب هم پیل کړي.

دغو پهلوانو ښځو د پهلوانۍ د فدراسیون د مشر د استعفا او نیولو غوښتنه کوي.

دوی له کلونو راهیسې د پهلوانۍ د فدراسیون مشر د ښځينه غېږ نیوونکو په جنسي ځورونې تورنوي.

هغه دا تورونه رد کړي دي.

په خبرپاڼه کې د جنسي ځورونو تورونه

دغو پهلوانو ښځو تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: “دا ماډالونه زمونږ روح او ژوند دی خو اوس احساسوو چې نور یې پر غاړه ګرځول مونږ لپاره کومه مانا نه لري.”

د المپیک مډال ګټونکو پهلوانو ښځو ساکشي ملک او باجرانګ پونیا او د نړیوالې اتلولۍ د دوو مډالونو ګټونکې وینېش فوګات له هغو لاریونیانو دي چې دا خبرپاڼه یې خپره کړې ده.

دې پهلوانانو پیل کې په دې فکر کړی و چې خپل مډالونه د هند ولسمشر او لومړي وزیر ته ورکړي، خو دې خبرې نهیلې کړل چې د دوی احتجاجونه یې له پامه غورځولي او هېڅ یې په اړه څه نه دي ویلي.

دواړو مشرانو په دې اړه هېڅ ډول ښکاره څرګندونې نه دي کړي.

نور ولولئ: ملګری ملتونو شل سلنه کډوالې ښځې د جنسي زياتي ښکار کيږي

خبرپاڼه کاږي:”کله چې مونږ دا مډالونه ګنګا ته وغورځول ژوند مونږ ته نور هېڅ مانا نه لري. مونږ به ځان د هند دروازې ته ورسوو او د خپل مرګ تر ساعته به روژه ونیسو.”

د یکشنبې پر ورځ آغلې ملک، پونیا او فوګات د هغو احتجاج کوونکو په ډله کې و چې هڅه یې کوله د هند د نوي پارلمان ودانۍ خوا ته لاړ شي خو د پولیسو له خوا یې مخه ونیول شوه.

پولیسو احتجاج کوونکي بسونو ته پورته کړل او له هغه ځایه یې لېري کړل.

د ښځینه پهلوانانو نیولو غبرګونونه راپارولي

د پارلمان د ودانۍ له مخې په بسونو کې د پهلوانو احتجاج کوونکو ښځو پورته کول پر خواله رسنیو ډېر لاس په لاس شول چې د لوړ پوړو ورزش کارانو او د مخالفو سیاستوالو نیوکې یې راپورته کړې.

پهلوانو احتجاج کوونکو ښځو په خپره شوې خبرپاڼه کې دوی سره د پولیسو له خوا شوی چلن هم غندلی او ویلي یې دي چې “د مجرمانو په څېر چلن” یې ورسره کړی.

دوی پوښتلي چې:”آیا ورزشکارانو ښځو د دوی پر وړاندې د جنسي ځورونې لپاره د عدالت په غوښتنې سره کوم جرم ترسره کړی دی؟”

هند کې پهلوانو ښځو د اپرېل په ۲۳ مه نېته د پهلوانۍ د فدراسیون مشر برج بهوشن سنګ پر ضد احتجاجونه پیل کړل.

د هند د ورزش وزیر انوراګ ټاګور د تېرې دوشنبې پر ورځ ویلي، احتجاج کوونکي دوی ته له ټاکل شویو سیمو نه دي منع کړل شوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button