هنر او ادب

د هنر نړۍ؛ د بالیووډ هغه فلمونه چې میلیونونو خلکو انلاین کتلي

تاسو ته د بالیووډ هغه درې فلمونه درپېژنو چې میلیونونه خلکو په انلاین بڼه کتلي دي

د هنر په نړۍ کې فلمي صنعت هم خورا په چټکۍ د ودې په حالت کې دی. په نړۍ کې فلمي صنعت پرمختګ کوي چې تر څنګ یې د بالیووډ سینما هم ګڼ مینه‌وال لري او ددوی فلمونه هم ډېر کتل کېږي.

هر کال پر یوټیوب کانال او نورو سوداګریزو ویب‌سایټونو د بالیووډ فلمونه خپرېږي. دارنګه دغه فلمونه په سینماګانو کې هم نندارې ته ښودل کېږي.

dawan film

د نورو کلونو په څېر په ۲۰۲۳ کال کې هم هندي فلمونه پر یوټیوب او نورو ویب‌سایټونو کې خپاره شول، خو په دغه فلمونو کې یې دوه فلمونه زیات کتل شوي چې ټول یې تر لسو پورې لېست شوي، خو موږ به یوازې ته دوه فلمونه غوره او دلته به یې تاسو ته در وپېژنو.

لومړی ډېر کتل شوی فلم

په ۲۰۲۳ کال کې چې ډېرو خلکو کتلی او لومړی مقام یې خپل کړی، هغه د «وارون دهوان باوال» فلم دی. دغه فلم پر امازون چې انلاین کتل شوی، کتونکي یا لیدونکي یې ۲۱.۲ یویشت عشاریه دوه میلیونه ته رسېدلي دي. په یاد فلم کې وارون دهوان او جاهوي کپور رول لوبولی دی. د بلډي ډاډي فلم لیدونکو ته ډېر په زړه پورې او په ډېرو کتونکو کې یې لومړی مقام تر لاسه کړی دی.

نور ولولئ: د ۲۰۲۳ کال د بالیووډ ځینې رومانټیک فلمونه

نور ولولئ: ۳۴ کلنه اداکاره “پرینتي چوپړا” مجرده ده

نور ولولئ: ٥ په زړه پوري نیٹ فلیکس لړۍ چې تاسو یې باید له لاسه ورنکړئ

د بالیووډ دا شهکار فلم د خلکو او مینه‌والو په منځ کې ولوله خپره کړه. دومره کتونکي یې لرلي چې ددې فلم کرکټران، لیکوالان او سناریوګران یې حیران کړي دي.

dawan film1

دویمه درجه ډېر کتل شوی فلم

دویمه درجه ډېر کتل شوی فلم بیا د «بلډي ډاډي» دی چې ۱۷ میلیونه خلکو په انلاین بڼه کتلی او زیات یې خوښ کړی دی. په دې فلم کې شاهد کپور رول ادا کړی چې د خلکو لپاره له هیجانه ډک او مینه‌ناک فلم دی.

دغه هنري فلم په زیاته اندازه پیسې ګټلي دي. نه یوازې یې انلاین پیسې ګټلي بلکې وړاندې یې په سینماګانو کې هم ګڼ لیدونکي او مینه‌وال لرل چې د خلکو د همدې مینې له کبله یې ښه عاید لرلي دي.

dawan film2

د بالیووډ او په هند کې چې د هنر او فرهنګ زانګو ده، سینما او فلمي صنعت ډېره وده کړي ده او لا هم دغه صنعت د غوړېدو په حال کې دی چې د هند دولت ورڅخه زیات عواید تر لاسه کوي.

 

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button