ټکنالوجي

د هکرانو هغه ۲۰ کسیزه ډله ونیول شوه چې فیسبوکي اکاونټونه یې غلا کول

د ویتنام پولیسو هغه ډله نیولي ده چې فیسبوکي اکاونټونه یې غلا کول او له دې لارې یې پیسې ګټلې

په ویتنام کې پولیسو ۲۰ تنه په دې تور نیولي چې په نړیواله کچه یې د فیسبوک حسابونه غلا کول او له دې لارې یې په میلیونونو ډالر ترلاسه کړي دي.

پولیسو د چهارشنبې په ورځ مۍ اتمه (غوايي ۱۹) وویل د هکرانو دغې ډلې په انټرنیټ کې د یو ډول “مالویر” د خپرولو له لارې لږ تر لږه ۲۵ زره اکانټونه غلا کړي چې ځینې یې په لویو سوداګریزو شرکتونو پورې اړه لري.

دا هکران څه ډول نیول شوي دي؟

دا هکران د تیرې یوې میاشتې په ترڅ کې د ویتنام په پایتخت هانوی او شمالي ښار هوشي مین (پخواني سایګون) کې د پولیسو د سایبري امنیت د څانګې د چاپو په پایله کې نیول شوي دي.

د دې ډلې په اړه فکر کیږي چې مشري یې د ډانګ ډين سان په غاړه ده چې څه موده مخکې یې د فیسبوک د اکاونټونو د غلا کولو دپاره د ۱۲۰۰ ډالرو په ارزښت مالویر پیرلی و.

نور ولولئ: د میټا شرکت مشر زوکربرګ ویلي د ۱۰ زره کارکوونکو دندې ختموي

نور ولولئ:  د وټساپ نوي بڼه به اېچ‌ډي انځورونه لېږدوي

سان تورن دی چې ددغه مالویر په مټ یې د عکسونو د ایډیټ کولو د دوو مشهورو وبسایټونو Art Bay AI او Evoto Studio پورې تړلي د فیسبوک پاڼې هک کړي او وروسته یې د فیسبوک نور کاروونکي هڅولي چې یو اپلیکیشن ډاونلوډ کړي چې له لارې یې دا مالویر د کاروونکو وسیلو ته ننوځي.

afghan (10)
فیسبوک اکاونټ

د اکاونټونو د غلا کولو لارې چارې

نوموړي له دغې لارې د کاروونکو له وسایلو څخه راټول شوي معلومات په یو سیستم کې ذخیره کړي او وروسته یې دا معلومات له خپلو همکارانو سره په ټلیګرام کې ددې دپاره شریک کړي چې د کاروونکو د فیسبوک اکاونټونه غلا کړي.

د هکرانو دا ډله تورنه ده چې د فیسبوک مشهور هک شوي اکاونټونه یې پلورلي دي او نور هک شوي اکاونټونه یې، چې ډیر مشهور ندي، د لباسونو او نورو تجارتي توکو د اعلاناتو لپاره کارولي دي.

پولیسو ویلي چې هکرانو له دې لارې شاوخوا ۳.۸ میلیون ډالر ترلاسه کړي دي.

د انټرنیټ د څار ادارې سټاټیسټیکا د شمېرو له مخې، ویتنام د ۷۵.۳ میلیون فیسبوک اکاونټونو سره په نړۍ کې اووم ځای لري. هند د فیسبوک د ۳۸۵ میلیون اکاونټونو په لرلو سره، لومړی او ورپسې متحده ایالات او اندونیزیا په نوبت دوهم او دریم مقام لري.

په نننۍ نړۍ کې ټولنیزا میډیا د بازار موندنې په برخه کې خورا موثره ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button