ټکنالوجينړیوال خبرونه

د میټا شرکت مشر زوکربرګ ویلي د ۱۰ زره کارکوونکو دندې ختموي

میټا شرکت چې د فېسبوک، انسټاګرام او وټس اپ ملکیت لري د ۱۰ زره کارکوونکو دندې ختموي

د فیسبوک بنسټګر او د میټا شرکت مشر مارک زوکربرګ ویلي چې په ۲۰۲۲ ميلادي کال کې یې د شرکت عاید لږ شوی.

د یادونې وړ ده چې دې شرکت تېر کال نومبر کې هم د نژدې ۱۱ زره کارکوونکو دندې ختمې کړې وې او اوس یو بیا هم د دومره ګڼ شمېر کارکوونکو دندې پای ته رسوي.

د میټا شرکت اجرايي مشر مارک زوکربرګ ویلي چې د دندو ختمولو دا چاره چې د یوه کال ګټور فعالیت  برخه ده.

نوموړي د خپل شرکت کارکوونکو ته ویلي، د لس زره کارکوونکو د دندې پای ته رسولو تر څنګ به په شرکت کې پر شته پنځه سوه دندو نوي کسان نه ګومارل کېږي.

په ۲۰۲۲ م کال کې د نوموړي شرکت په عایداتو کې د پام وړ کمښت راغلی

د نوموړي په وینا ۲۰۲۲ ميلادي کال د شرکت لپاره د ”ویښتابه زنګ ” مانا درلوده چې په عاید کې یې د پام وړ کموالی ولید.

که څه هم د ۲۰۲۲ ميلادي کال په اوږدو کې دې شرکت ۲۳ میلیادره ډالره ګټه کړې، خو چارواکو یې مخکې ویلي وو چې د همدې کال تر دسمبر پورې یې کال پر کال عاید څلور سلنه کم شوی دی.

ښاغلي زوکربرګ په امریکا کې د سود لوړې کچې، نړیواله سیاسي بې ثباتي او د ځینو مقرراتو یادونه وکړه چې له کبله يې پر شرکت اغېز شوی او چارې یې سوکه شوې دي.

نور ولولئ: مېټا هم د (چټ جي پي ټي) سیال معرفي کوي

نوموړی زياته کړه: ”زه فکر کوم چې موږ باید د دې نوي اقتصادي واقعیت لپاره چمتو واوسو چې ښايي تر کلونو دوام وکړي. ”

ګوګل او امازون هم د لګښتونو کمولو هڅې کوي

میټا شرکت په داسې حال کې د زرګونو دندو ختمولو اعلان کوي چې د ګوګل او امازون په ګډون شرکتونه د لګښتونو کمولو لپاره هلې ځلې کوي چې په بازار کې سیالي وکولای شي.

فیسبوک د یوې ټولنيزې رسنۍ په توګه په ۲۰۰۴ ميلادي کال کې خپل فعاليت شروع کړ چې دا مهال په ميلونونو کاروونکي لري.

د نوموړي رسنۍ مالک مارک زوکربرګ وروسته د وټس اپ او ټلکرام ملکيت هم واخيست.

تېر کال دغه ټولنيزې رسنۍ خپل نوم ميټا ته واړولو چې ورسره يې ډېر مالي تاوانونه وکړل.

دا مهال په افغانستان کې هم ډېر کاروونکي  لري چې د يوې محدودې رسنۍ په توګه پيژندل کيږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button