ژوند او ټولنه

د هېواد د زده کړو سیسټم له رکود تر سقوط

اړوند مطالب: 

م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني

افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې دی چې نجونې پکې ښوونځي ته نه شي تللی

توماس: افغانستان کې زده‌کړو ته د نجونو پر تګ او ټولیزو ګټو اجماع شته

د طالبانو امیر پرېکړه کړې چې د هېواد په ټولو اداراتو کې ۳۰سلنه تشکیلات راکم کړي چې لویه ضربه یې لوړو زده کړو او د هېواد معارف ته رسېږي.

ددغه تشکیلاتو په کمولو کې یوازې له معارف وزارت، ریاستونو او ښوونځیو ۹۰زره کسان له دندو ګوښه کېږي چې د هېواد په تحصیلي سیسټم به په بې‌ساري توګه ناوړه اغېز وکړي.

طالبانو په دا ډول بې‌ساري اقدام سره د هېواد د زده کړو سیسټم د سقوط پر لور روان کړی دی.

کارپوهان وايي، له ادارو او پخوانیو بنسټونو د زرګونو او سلګونو بستونو حذفول هغه بې‌ساری اقدام دی چې طالبانو ترسره کړی او د هېواد د اداري جوړښت پر بدنه یې د تباهۍ وروستی ګزار کړی دی.

دوی وړاندې زیاتوي چې د طالبانو تر واک لاندې لوړو زده کړو وزارت ګڼ علمي او کادري بستونه لغوه کړي او یوازې کابل پوهنتون کې شاوخوا دوه سوه بستونه له تشکیل لرې شوي دي. ننګرهار کې شاوخوا ۸۱ علمي بستونه لغوه او استادان کورونو ته استول شوي دي.

کارپوهان وايي، د هېواد تحصیلي بنسټونو ددغه هېواد په تاریخ کې دومره لویه ضربه نه وه لیدلي. دوی وايي، د خصوصي تحصیلي بنسټونو ۹۰ سلنه سقوط کړی او د بشپړ له منځه تلو په درشل کې دي.

علمي څېرې وايي، له هېواده د مغزونو فرار، د کادرونو لرې کول، د علمي بنسټونو له منځه وړل، د بانفوذه کسانو وژل او زنداني کول، او د ښځو او نجونو له ټولنیزو فعالیتونو حذفول افغانستان د افراطیت ځاله ګرځوي.

سرچینې وايي، طالبان د هېواد د تعلیمي سیسټم د پیاوړتیا پر ځای د مالیاتو او کانونو راټول شوي عواید پاکستان کې مدرسو ته د مرستو په توکه لیږي.

د یادونې وړ ده چې افغانان له طالبانو د نجونو زده کړو ته د زمینې برابرو غوښتنه کوي، خو په حقیقت کې ټول علمي سیسټم له سقوط سره مخامخ دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button