نړیوال خبرونه

د هېواد سياسي فضا وروسته له ډېر وخته د ډاکټر عبدالله عبدالله په رهبرۍ سره یوشوه

سیاست هيڅکله دوست او دوشمن نه لري هر وخت کې کیدایشي چې تغیر وکړي. هر سیاستمدار خپل سوچ اونظریه لري. افغان سیاسون په ځانګړي ډول ډېر د یو بل سره نظر د اختلاف لري. خواوس وخت کې د افغانستان سياسي فضا وروسته له ډېر وخته د ډاکټر عبدالله عبدالله په رهبرۍ سره متحده شوې،

ښاغلی عبدالله عبدالله په دې وتوانېده چې د افغانستان سياسيون په ځان راټول کړي، دا هغه کار و چې په افغانستان کې ورته نن تر هرڅه زيات ضرورت ليدل کېږي.د چارو څارونکي شننوکي په دې فکر دي چې ډاکټر عبدالله عبدالله کولي شي د افغانستان پاشېلې سياسي ټولنه سره متحده کړي او د سولې په خبرو کې د يو واحد دریځ څخه خبرې وکړي.په اوس وخت کې د حکومت او خلکو ترمنځ اړيکې تر بل هر وخت خرابی شوې دي،او خلکو ورځ تر بله حکومت سره واټن رامنځته کیږي.

داسې چې ولس نور په حکومت خپل باور له لاسه ورکړی دی، نه يوازې دا چې د خلکو او حکومت ترمنځ اړیکې او باور له منځه تللی د سياسیونو ترمنځ هم اوس باور او اتحاد نشته دی، ولسمشر د سياسيونو په کنټرول کې يا کافي مهارت نه درلود او يا يې هم د خپل مهارت څخه پخپله کار وانخیست.افغانستان کې عمومي بې امنيتي د وخت نه روانه ده،

که څه هم د جهور ریس غني په وخت کې زياته شوه خو اصلي سبب چې خلک د حکومت څخه ډېر لرې شوي په کابل کې نا امني، سيستماتيکې جنايي پېښې ددې سبب شوې چې ولس د حکومت څخه نوره هم فاصله ونيسئ.په سياسی ټولنه کې يوه ستونزه داده چې ژر ژر صف بدلوي، ولسمشر پخپله همداسې دی، پرونی دوست يې دښمن اعلان کړی وي او دښمن یې دوست اعلان کړی وي.

د هېواد سياسي فضا وروسته له ډېر وخته د ډاکټر عبدالله عبدالله په رهبرۍ سره یوشوه
د هېواد سياسي فضا وروسته له ډېر وخته د ډاکټر عبدالله عبدالله په رهبرۍ سره یوشوه

د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله دا مهارت لري چې افغان سياسيون په یوه مېز سره کېنوي، د يوه پاخه سياستوال په حيث عبدالله کولي شي چې د افغان سياسیونو سره جوړجاړی وکړي، عبدلله د ماشومانو غوندې په سياست کې ضد نه پالي، بلکې خپلو پخوانيو رقيبانو ته هم ورځي او په ښکاره ورسره خپله خبره مطرح کوي.نوموړی یو با تجربه او مدبر ساست مدار دی.ښاغلی عبدالله دښه سیاست مدار تر څنګ یو ښا انسان هم دی هر وت هڅه کوي ې خلکو سره ښه رویه وکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button