نړیوال خبرونه

د هېواد په لسو ولایتونو کې د سېلابونو له امله د ۱۳ تنو مړینه

سیلابونو ډیر مالي زیانونه اړولي دي

د هېواد په لسو ولایتونو کې د سېلابونو د راتګ په پایله کې دیارلس کسان مړه شوي او شل نور ټپیان دي. طبیعې پیښو ته د رسېدنې په چارو کې وزارت وایي چې دې سېلابونو د ځاني زیان تر څنګ ډېر مالي زیانونه هم اړولي دي

د دغو سېلابونو له امله ځينې لويې لارې او کوچني سړکونه ويجاړ شوي او يا هم تړل شوي دي

په تېرو دوو ورځو کې په میدان وردګو، پکتیا، ننګرهار، نورستان، پروان، پنجشېر، پکتیکا او یو شمېر نورو ولایتونو کې سخت سېلابونه راغلي دي. پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د ژغورنې ډلې دغو ولایتونو ته لېږل شوې دي او زیانمنو ته بیړنۍ مرستې استول شوې دي. پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ویاند محمد نیسم حقاني وویل:«د دغو سېلابونو له امله ځينې سترې او فرعي لارې ویجاړې او یا هم بندې شوې دي، اوس زموږ ډلې په سیمه کې په کار بوختې دي.

په دې لړ کې د تېرو دوو ورځو په سېلابونو کې تر ټولو زیات تلفات او زیانونه د میدان وردګو ولایت خلکو ته اوښتي دي.

نور یی ولوله | ذبیح الله مجاهد: د امریکا متحده ایالاتو سره دوحه کې کړي ژمنې ېې پر ځای کړي دي

نور یی ولوله | کابل کې د یوه خریه بنسټ له لوري د دوه ویشت جوړو د ډله‌ییزه واده مراسم تر سره شول

د دې ولایت د طبیعي پېښو په وړاندې د چمتووالي رییس وايي چې د دغو سېلابونو له امله د کابل بامیان لویه لار تړل شوې او د څو ولایتونو مسافر بند پاتې دي.

د میدان وردګو ولایت د طبیعي د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس فیض الله جلالي وویل:«د نرخ او جلریز په سیمو کې یې ډېر ناورین رامنتخه کړی او د نرخ، دایمرداد او جلریز په عمومي سړک ځينې کسان مړه شوي او لسګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

د دغو ولایتونو اوسېدونکي د لارې د بیارغونې او له دوی مرستې غوښتنه کوي. میدان وردګو کې کروندګر شفیق الله وویل:«موږ ته زښته ډېر زیان او تاوان رسېدلی دی، موږ په کور کې څه نه لرو. په پنجشېر کې هم سېلابونو خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button