نړیوال خبرونه

کابل کې د یوه خریه بنسټ له لوري د دوه ویشت جوړو د ډله‌ییزه واده مراسم تر سره شول

زامن او لوڼې له کلونو راهیسې واده نه کوي

د دغو جوړو کورنۍ وایي، له کلونو راهیسې یې د ناوړه دودونو له امله زامن او لوڼې کوژدن پاتې شوي او د واده د مراسمو د لګښت توان یې نه درلود.دوی له نورو کورنیو هم غواړي چې د ناوړه دودونو مخه ونیسي. 

د هر واده او زوم شاوخوا شل زره افغانۍ لګښت راځي

د برنامې ترتیب کوونکی شاه‌ولي وايي: «په هر واده او زوم شاوخوا ۲۰٫۰۰۰ افغانۍ لګښت راځي او کورني او بهرني خیر غوښتونکي د داسې مراسمو په تنظیمولو کې مرسته کوي. د دغو مراسمو ګډونوال د دا ډول پروګرامونو جوړېدل ستايي. دوی له نورو کورنیو هم غواړي چې د ودونو په مراسمو کې ناوړه دودونو ته شا کړي

نور یی ولوله | د نجونو تړلي ښوونځي؛ دیني عالمانو او حامد کرزي یي یو ځل بیا د پرانیستو غوښتنه کړې

نور یی ولوله | ملګري ملتونو د پکتیکا او خوست زلزلو د لاملونو پیدا کولو لپاره هڅې کوي

یو نوشاه امان‌الله وايي: «له دې برنامې ډېر زیات خوښ یوو. ډله‌ییز ودونه ډېر ښه کار دی، بې‌ځایه لګښتونه مخه نیول کېږي. یو بل نوشاه‌ علي سینا وايي: «زه زده‌کوونکی یم. خپله نه شم کولای د واده لګښت مې پوره کړم، په همدې خاطر مې په دې برنامه کې ګډون کړ. له کورنیو غواړم چې په دا ډول برنامو کې ګډون وکړي

د ناوې مور سکنیه وايي: «ګراني ډېره ده. ټول بې‌روزګاره شوي دي. اقتصادي توانايي نه‌شته. په همدې خاطر زوم نه‌شي کولای، واده وکړي. د دغو  ۲۲ جوړو د واده لګښت د شهدا خیریه بنسټو له لوري چې څه باندې ۴ مېلیونه افغانۍ کېږي، ورکړل شوی دی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button