ساینس او ټېکنالوژي

د هېواد په څو نورو ولایتونو کې هم پر نوري فایبر انټرنیټ مطلق بندیز ولګېده

اړوند خبرونه:

UNHRC د بشري حقونو په برخه کې د متحده عربي اماراتو موقف وستایه

د متحده عربي اماراتو خواخوږي؛ له زلزله ځپلو سره یې بېړنۍ مرسته وکړه

متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته

خبر پاڼه وايي، تخار، بغلان، بدخشان او کندز کې هم پر نوري فایبر انټرنیټ مطلق بندیز ولګېد

د طالبانو کندوز ولایت مقام یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تخار، بغلان، بدخشان او کندوز ولایتونو کې هم پر نوري فایبر انټرنیټ مطلق بندیز ولګېد.

خبرپاڼه کې راغلي، چې دا بندیز د طالبانو د مشر، ملا هبت الله په امر، له منکراتو د مخنیوي په موخه لګول شوی دی.

د معلوماتو له مخې، له بلخ وروسته په کندهار، ارزګان، هلمند، نیمروز او اوس په یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې هم پر نوري فایبر د انټرنیټ بندیز لګېدلی دی.

سرچینې وايي، چې له تېرې شپې د هېواد په سویلي حوزه کې د بېسیم انټرنیټ هم محدود او یا بند شوی دی.

طالبانو په اړوندو اعلامیو کې ویلي، چې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له هېواد کې دننه بدیلې لارې ورته وګوروي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

پر انټرنیټ بندیز له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی، چې د هېواد بانکي، اداري او د انلاین زده کړو او کاروبارونو چارې یې سختې ټکنۍ کړې دي.

دې پرېکړې پر خواله رسنیو خلک سخت په غوصه کړي او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button