کورني خبرونه

د هېواد په څو ولایتونو کې سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي

په هېواد کې وروستیو اورښتونو له امله راوتلو سېلابونو په څلورو ولایتونو کې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي

دغه سېلابونه په سرپل، بادغیس، فراه او فریاب ولایتونو کې راوتلي چې ۵کسه یې وژلي او مالي زیانونه یې هم اړولي دي.

زیانمنې شوې کورنۍ له طالبانو د بېړنیو مرستو او لاسنیوي غوښتنه کوي.

د دغو ولایتونو سیمه‌ییز طالب چارواکي وایي چې سېلابونو د مرګ ژوبلې سربېره کروندګرو ته هم درانه مالي زیانونه اړولي دي.

سېلابونو اړولي زیانونه

د راپورونو پر بنسټ، دغو سېلابونو ۱۰۰ استوګنیز کورونه، یوه مدرسه او جومات، دری ژرندې، دو لوی پلونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه کړې ده.

د فاریاب د والي ویاند عصمت‌الله مرادي وايي:«په دغو سېلابونو کې یوه مدرسه او جومات، دوه اوبیزې ژرندې، څلوېښت پلونه او پلچکونه، ۶۰ سربندونه او څه باندې ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او څه باندې ۱۰۰ استوګنیز کورنه ویجاړ شوي دي.»

نور ولولئ: د چین تاریخي دیوال سوري کوونکي کسان ونیول شول

نور ولولئ: ‘درنه’ تاریخي سیمه کې سېلابونه؛ به لرغونو اثارو او د صحابه په مقبرې څه وشول؟

د سرپل له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس صفت‌الله صفوان وايي:«په سرپل ولایت کې د سېلابونو د راتلو له امله په سلګونه جریبه ځمکه ویجاړه شوې او د کوهستانات او البدر ولسوالیو لارې تړل شوې دي.»

له طالبانو د سېلاب ځپلو غوښتنې

بلخوا يو شمېر سېلاب‌ځپلي وايي چې، د سېلابونو له امله یې، ټول شته له لاسه ورکړي، دوی د طالبانو له رژیم او مرستندویه بنسټونو د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

floods (1)
سېلابونه

دوی له طالبانو غواړي چې سیمې ته ورشي او عاجلې مرستې ورسره وکړي.

دغه سېلاب ځپلي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، که چېرې یې لاسنیوی ونه شي، نو کېدای شي چې د کورنیو اوسنی وضعیت نور هم بدتر او له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي.

هاخوا طالب چارواکي بیا وايي، دوی له مرستندویه بنسټونو سره په ګډه هڅه کوي چې په دغه سیمو کې زیانمن شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

د سیمې خلک بیا وايي، له دوی سره طالبانو څو ځله د مرستو ژمنې کړي، خو تراوسه یې عملي اقدام نه لیدل کېږي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په روانه اوونۍ کې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راتلو خبر ورکړی دی.

له دې شاوخوا میاشت وړاندې په هېواد کې درنې واورې د ځینېو سیمو او ولایتونو لویې او وړې لارې د تګ او راتګ پرمخ وتړلي چې هغه مهال هم ګڼو مالدارانو او نورو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه واوښتل.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button