نړیوال خبرونه

د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینې تر سره کېدل

نن پنج‌شنبه د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې په یو وخت د کانکور ازموینه واخېستل شوه. غزني، فراه، بامیان، میدان وردګو، کونړ، هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې د کانکور ازموینه تر سره شوه.

د لوړو زده کړو وزارت

د لوړو زده کړو وزارت وايي، دغه ازموينه به په يادو ولايتونو کې درې ورځې دوام وکړي، د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي وايي: «د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینه رسماً پیل شوه، دا ازموینه به درې ورځې دوام وکړي د میزان د میاشتې په ۱۴، ۱۵ او ۱۶مه نېټه،د ازموینو ملي ادارې د شمېرو پر بنسټ، له سل زرو ډېرو کسانو د کانکور ازموينې کارتونه تر لاسه کړي دي.

د کانکور ازموینه

د کانکور ازموینې یو شمېر مسوولین وايي چې سږ کال په کانکور کې د ګډون کوونکو شمېر د تېر کال پرتله کم د د کونړ د کانکور ازموینې د ترسره کولو مسوول محمد عارف وايي: «په مجموع کې د اتلس سوه شاوخوا هلکانو په‌کې ګډون کړی او له غرمې وروسته په یوه باندې بیا د اناثو امتحان دی. د فراه پوهنتون رییس نعمت الله انصاري وايي: «سږ کال نېکه مرغه په فراه ولایت کې نږدې ۸۰۰ کسانو ګډون کړی دی.

نور یی ولوله | په ګمرکونو کې د درملو او خوړو د کتلو لپاره د لابراتوارونو طرحې جوړول

نور یی ولوله | د غور ولایت زدهکونکي: ښوونځي مو ژر تر ژره پرانیزی

غزني کې د کانکور ازموینه

د غزني د کانکور ازموینې د ترسره کولو مسوول محمد کاظم یوسفي وايي: «نږدې ۵۰۴۱ کسانو ګډون کړی چې له دې ډلې یې ۲۰۰۲ کسان نجونې دي. د هرات پوهنتون رییس عبدالعزیز نعماني وايي: «په‌دې دوره کې نږدې ۷ زره کسانو ګډون کړی. عبدالعزیز نعمانی، رییس دانشگاه هرات گفت: «امسال در مجموعه ۷ هزار تن از دواطلبان در دانشگاه هرات آزمون کانکور را سپری می‌کنندله بلې خوا د کانکور ازموینې یو شمېر ګډونوال وايي، د دې ازموینې لپاره یې بشپړ تیاری نیولی او تمه لري، پایلې په رڼه توګه اعلان شي

د بامیان ګډون وال عبدالخالق وايي: «شفاف ازموینه دې وي او موږ غواړو خپل د خوښې پوهنځي ته بریالي شو. د هلمند ګډونوال عبدالولي وايي: «سږ کال مې کانکور ته امادګي نیولې ده او اقتصاد پوهنځی مې انتخاب کړی دی. د غزني ګډونوال شکرالله وايي: «موږ بېخي خوشاله یوو، شفافه صحنه وه. سږ کال کانکور ازموینه د تېر کال پرتله په څلور میاشتې ځنډ تر سره شوه او تمه کېږي چې درې ورځې به دوام وکړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button