ژوندنړیوال خبرونه

د واده په مراسمو کې اورلګېدنه؛ شاوخوا ۱۰۰ تنه په کې وژل شوي

عراق کې د واده مراسمو کې اورلګېدنې شاوخوا ۱۰۰ تنه وژلي دي او زیات شمېر ټپیان دي

دا ښادي هغه مهال په ویر بدله شوه چې د اورلوبو د وسایلو د روښانولو سره سم د واده په مراسمو کې اور ولګېد او شاوخوا خپور شو.

د عراق دولتي رسنۍ وايي، د دغه هېواد په شمال کې د واده په مراسمو کې د اور لګېدو له امله “لږ تر لږه ۱۰۰ تنه وژل شوي او ۱۵۰ تنه نور ټپيان دي”.

ددې اور قربانیان څوک دي؟

پر ۱۰۰ تنو وژل شوو او ۱۵۰ ټپیانو سربېره د سیمه ییزو رسنیو په وینا، په دې اور کې ناوې او زوم هم شامل او وژل شوي دي. تر اوسه د اورلګېدنې لامل نه دی څرګند، خو لومړني راپورونه ښيي چې د اورلوبو د وسايلو له روښانولو وروسته اور لګېدلی دی.

نور ولولئ: سویلي افریقا، یوې ودانۍ کې د اور لګېدنې له امله له ۶۰ ډېر کسان وژل شوي

د عراق رسمي خبري اژانس نینا وايي، اورلګېدنه د شمالي ولایت نینوی ښار په حمدانیه سیمه کې شوې ده.

د نينا خبري اژانس له خوا خپرو شويو عکسونو کې خلک ښکاري چې په يوه تالار کې د اور وژلو هڅه کوي.

په ټولنيزو رسنيو د ځايي خبريالانو له خوا خپرو شويو عکسونو کې په تالار کې سوځېدلي مړي هم ليدل کېږي.

په اور لګېدو کې مرسته

نينا خبري اژانس د عراق د ملکي دفاعي ادارې د مشر له خولي ويلي، اور اخيستونکو تختو ښايي د اور په بلېدو کې مرسته کړې وي.

د يادې ادراې یوه چارواکي ویلي، “اور د ودانۍ د ځینو برخو د نړېدو لامل شوی، ځکه د ټيټ لګښت او ژر اور اخيستونکي مواد په ودانۍ کې کارول شوي وو، چې د اور له پیلېدو څو دقیقې وروسته ونړېدل.”

عيني شاهدانو ويلي، اور ځايي وخت د شپې ۱۰:۴۵ دقيقې هغه مهال ولګېد چې په تالار کې سلګونو کسانو جشن او نڅا کوله.

نور ولولئ: د یونان ځنګلي اور کې د ۱۸ کډوالو سوزېدلي جسدونه موندل شوي دي

د چارواکو په وینا د پېښې ځای ته امبولانسونه او طبي کارکوونکي رسېدلي دي.

د عراق د لومړي وزیر دفتر په اېکس ټولنیزه رسنۍ (ټوېټر) لیکلي، لومړي وزیر چارواکو ته سپارښتنه کړې چې “د دې بدمرغې پېښې له قربانیانو سره د مرستې لپاره ټولې هڅې وکړي.”

د یادونې وړ ده چې د یادې اورلګېدنې په اړه څېړنې روانې او ژغورونکي ټیمونه لا کار کوي تر څو د هغو نازکو اشخاصو ته پام وکړي چې په روغتونونو کې د ژوند او مرګ تر منځ دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button