نړیوال خبرونه

‘د وسلو او کېمیاوي توکو کارولو د روغتیا او کرنې برخه زیانمنه کړې

د ریاست الوزرا دويم مرستيال وايي، په افغانستان کې د ځينو هېوادونو له خوا د کیمیاوي موادو او بېلابېلو وسلو کارولو د کرنې او روغتيا برخې زيانمنې کړې دي. عبدالسلام حنفي د واکسین د اوونۍ په لمانځغونډه کې وویل چې د هېواد په لرو پرتو کلیو کې خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او نړۍ باید د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي. د رییس الوزرا دویم مرستیال د روغتیا او کرنې په برخو کې د افغانستان د وروسته پاتې کېدو لامل د نړۍ د یو شمېر هېوادونو له خوا د کېمیاوي توکو او بېلابېلو وسلو کارونه بولي.

د رییس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي وویل:«هر ډول وسلې یې چې لرلې راوړې او په افغانستان کې یې استعمال کړې، دلته یې تجربه کړې، زموږ د کرنې برخه زیانمنه شوه، زموږ ماشومان ترې اغېزمن شوي او خویندې او میندې هم اغېزمنې شوې دي، زموږ کرنه یې په شدیده زیانمنه کړې ده، هر ډول کېمیاوي توکي یې استعمال کړل.» د رییس الوزرا دویم مرستیال وايي چې نړۍ باید له افغانستان سره په ټولو برخو په ځانګړې توګه د روغتیا برخه کې همکاره واوسي.

ښاغلي حنفي زیاته کړه:«د ټولو نړۍوالو مسوولیت دی چې د هغو جګړو چې د دوی له خوا تحمیل شوي دي د هغوی د ناوړه او منفي اغېزو په له منځه وړلو کې د افغانستان له ملت سره همکاري وکړي.» ورته مهال د عامې روغتیا وزارت په دغو مراسمو کې هېواد د کورونا واکسین د نوي کمپاین له پیل څخه خبر ورکوي. د عامې روغتیا وزارت د سرپرست په وینا، دغه کمپاین به تر راتلونکو څلورو ورځو پورې په ټولو ولایتونو کې پیل شي.

نور یی ولوله | وېسټ: ازبکستان افغانستان ته د ورکړې برېښنا بهیر ته دوام ورکوي

د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد څرګندوي:«دا سرتاسري کمپاین جومات په جومات او په مناسبو ځایونو کې د ۳۴ ولایتونو په ښارونو او ولسوالیو او کلیو کې ترسره کېږي.» د افغانستان لپاره د یونېسف استازی عبدالقدیر موسی وویل:«په دې کمپاین کې به په ټول هېواد کې له څلور اعشاریه ۹ مېلیونه زیات کسان د کورونا ویروس واکسين ترلاسه کړي، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د لرې پرتو سیمو زیانمنونکي خلک د کورونا واکسین ته لاسرسی مومي، دا هېواد ژمن دی چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه ۴۰ سلنه کسان واکسین کړي.»

ورته مهال د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازی په افغانستان کې پر شري ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د زیاتوالي او واکسین ته یې د ماشومانو د نه لاسرسي په اړه اندېښنه څرګندوي. د نړیوال روغتیایي سازمان روغتیایي کارکوونکی ډاکټر خوشحال خان زمان وايي:«په راتلونکو څو ورځو کې به د افغانستان روغتیايي کارکوونکي له شپږو میاشتنیو تر ۵ کلنو ۶ اعشاریه ۹ مېلیونه ماشومانو ته د شري او دغه راز له ۱۸ کلونو زیات عمر لرونکو پنځه مېلیون تنو ته به د کورونا واکسین ورکړي.»

د افغانستان لپاره د واکسین د نړیوالې ټولنې لوړپوړي مدیر په دغه ناسته کې په انلاین بڼه د نړیوال روغتیايي سازمان له خوا افغانستان ته د وارد شویو واکسینونو د کیفیت او تاییدي په اړه ډاډ ورکړ او له ټولو کورنیو یې وغوښتل چې د یوې روغې ټولنې لپاره ځانونه او خپل ماشومان د ناروغیو پر وړاندې واکسین کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button