نړیوال خبرونه

د ولسمشرغني او ډاکټر عبدالله عبدالله د سیاسۍ تفاهم لیک ته د خلکو غبرګون

افغانستان کې د ۲۰۱۴ په څېر یو ځل بیا ډاکټر عبدالله عبدالله د خپلو رایو د دفاع په شعار باندې د انتخاباتو د لغوې اعلان غوښتنه کړې وه نوموړي د نظام د تغیر غوښتنه هم کړې وه  هغه د ۲۰۱۹ انتخاباتو کې ځان کامیاب اعلان کړ او خپله يي څوګند پورته کړ نوموړي د ډېرې شخړو او لانجو وروسته د یو سیاسۍ تفاهم له لارې یو ځل بیا پرون د یکشنبې په ورځ یو سیساي تفاهم د ولسمشر سره امضاء کړ.

اوس مهال د ولسمشر محمد اشرف غني او د پخواني اجراييه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ شته کړکېچونه د نیم واک وېشلو او جنرال دوستم ته د مارشالۍ په رتبه ورکولو پای ته ورسېد. پرون د ولسمشر اشرف غني او پخواني اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړې د ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلانېدو دوې میاشتې وروسته د واک پر نیم وېشلو او د جنرال دوستم ته د مارشالي رتبې ورکولو سره لاسلیک شوه.

افغانستان کې د ولسمشریزو انتخاباتو وروستیو پایلو کې محمد اشرف غني د دویم ځل لپاره د هېواد ولسمشر وټا کل شو، خو پخواني اجراييه رییس دغه پایله ونه منله او د ټول‌شموله په نامه حکومت یې رامنځته کړ. د کب په ۱۹ مه د ولسمشر محمد اشرف غنی د لوړې مراسمو تر څنګ په اجراییه ریاست کې ډاکتر عبدالله عبدالله هم خپل د لوړې مراسمې ترسره کړل او ټولشموله حکومت یې اعلان تر هغه وروسته یې په ځینو ولایتونو کې هم والیان وګمارل.

د متحده ایالاتو تر څنګ ګڼ شمېر مملکتونو او سازمانونو د افغنستان د مشران نه غوښتنه  کړې وه چې سیاسي ناندریو ته ژر تر ژره د پاۍ ټکۍ کېږدي.او د سولې په پروسه باندې کار وکړي کوم چې د ټولو افغانانو ارمان دۍ دوي دغه غوښتنه د کرونا ویروس سره مبارزي لپاره هم کړې وه چې دغه لانجې ژر تر ژره حل کړۍ تر څو کرونا سره هم په جدي مبارزه وکړۍ شۍ.

بل خوا ته د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د واک وېش بیا په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو سخت غبرګونونه راپارولي دي او پر ولسمشر محمد اشرف غني یې نیوکې کړې دي.

خبریالې هیلۍ اسد پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي: “مقصد، چې نن ورځ مو په یاد وې او بیا هېڅکله په تېروتنه هم د سیاسیونو په خاطر په خپل منځ کې جنګ او سپکې سپورې ونه ګړئ.” ریاض شفق بیا لیکلي: “تجارت زما په وینو پاچا وکړ، د لکونو پښتنو قاتل مارشال شو.”

ایمل ګلاب یې بیا تاریخي ننګ بولي: “د هېواد په تاریخ کې یوه بله بې ننګي ثبت شوه! دا د تاریخ ستره بې عزتي دې عبدالغني ته مبارک وي.” طارق الهام بیا داسې لیکي: “ګډوله حکومت دویم ځل هوکړه لاسیک شوه.

دغه راز د ډاکتر عبدالله عبدالله پر ټوټېرد ټول‌شموله حکومت ولسمشر پر ځای د سولې او بیا پخلاینې د عالي شورا مشر لیکلی شوی دی. د ډاکتر عبدالله عبدالله د ټوېټر پر پاڼه د هوکړې ټويټ ته هم خلکو غبرګون ښودلی دی میوند عبدالله ورته لیکلي: “نه ته شرم لرې او نه هم غني.” خو د اشرف غني پر پاڼه بیا هېڅ تر اوسه نه دي خپاره شوي.

مونږ ټولو افغانانو ته پکار دي چې باید دغه ناندرۍ پرېدو او د خپل وطن او ولس ته شوله راولو ځکه سوله د ټولو لپاره لومړیتوب دۍ او عام افغانان نه غواړي چې نور یو بې ثباته افغانستان ولرو دويي غواړي چې یو پر امنه افغانستان ته کار وکړي او په هېواد کې امن راولي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button