نړیوال خبرونه

د ولسمشرغني خبرو ته د طالبانو غبرګون

د ولسمشرغني خبرو ته د طالبانو غبرګون د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دولسمشر اشرف غني څرګندونو ته په کې ځواب ویلی چې له امریکا سره یې د سولې تړون د قران او سنتو د اصولو په رڼا کې لاسلیک کړی او د سولې راتلونکي پړاوونه به هم د دغو اصولو پر بنسټ وړاندې زي.

ولسمشر اشرف غني تیره ورځ د قطر هېواد پلازمینه دوحه کې د شخړو او بشري مطالعاتو په انسټیټیوټ کې د خبرو پرمهال په طالبانو غږ وکړ چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره دې د طالبانو او امریکا د سولې تړون معیار نه ټاکي، بلکې په خبره یې د قران او سنتو په معیار دې ورسره مذاکرات وکړي.او افغانستان کې دې شته بد بختي نوره ختمه کړي تر څو افغانستان کې امن راشي. او افغانان په سوله کې ژوند وکړي.

د دغی ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د نوموړي څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې له امریکا سره یې د سولې توافقنامه د قران او سنتو په رڼا کې امضا کړی. ښاغلي مجاهد په خپلې ټویټر پاڼې داسې لیکلي:«‏له امریکا سره زموږ توافقنانه دقران اوسنت په اساس لاسلیک شوی اوراتلونکې پړاوونه به هم له همدې جادې عبور کوي. موږته دقران اوسنت په اړه مشوره مه راکوئ، پخپله دقران کریم تلاوت  زده کړئ او داحکامو له تطبیق څخه یې ویره مه لرئ. موږ دقران کریم دتطبیق لپاره دوه نیمې لسیزې قربانۍ ورکړه او لا هم ققربنی ته چمتو یو.

یادې ډلې په داسې مهال د ولسمشر غني ته د قران کریم د زده کړې سپارښتنه کوي، چې نوموړي څو ځله په عامه ویناوو کې د مشهورو اسلامي شخصتیونو او کتابونو په هکله ناسمې ویناوې کړي، تردې د ۱۳۹۷ د پیل په مراسمو کې یې د قران کریم لومړنی نازل شوی آیت هم غلط ولوست او د دې تر څنګ ېې نورې اشتباګانې هم کړي دي.

د مزار پخواني والي استاذ عطاء هم د یوې وینا پرمهال اشرف غني د اسلام مقدس دین څخه په بې خبرۍ تورن کړی ؤ او د الم ترکیف سورت په صحیح ویلو یې هم ننګولی ؤ، چې تردې مهاله غني د ښاغلي نور خبرو ته ځواب نه دی ویلی.په سوشل ميډيا کې هم د نوموړي خبرو ته توند غبرګونونه راپارول شوي دي او لا هم خلک وايي چې باید ولسمشر غني پوره تیاری سره بهر راوزي او بیا خبرې وکړي.

د ولسمشرغني خبرو ته د طالبانو غبرګون
د ولسمشرغني خبرو ته د طالبانو غبرګون

اوس باید دواړه لورې دې ته حاضر شي چې افغانستان کې سوله راوستل د دويي مهم کار دی. دويي باید د تریخو بیاناتو نه ډډه وکړي او د بل هر څه نه زیات سولې ته تر جیح ږرکړي تر څو افغانان په یو سلیز هېواد کې ژوند وکړي او د نورو د احتیاج نه ځان ځان خلاص کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button