نړیوال خبرونه

د ولسمشر غني په مشرۍ د کابینې غونډې ترسره شوه

د ولسمشر غني په مشرۍ د کابینې غونډې ترسره شوه د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې د کابینې د غړو او د ویډیو کنفرانس له لارې د والیانو په ګډون، په ارګ کې جوړه شوه.

په پیل کې جمهوررئیس غني په هیواد کې د وروستیو انکشافاتو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د احیا، د وسله وال پوځ په ځانګړي ډول د ځانګړو قطعاتو، کومانډو او صفر لرونکو قطعاتو ته د جلب و جذب په اړه مفصل معلومات ورکړل.جمهوررئیس په ټینګار وویل هیڅ راز معامله او د تسلیمېدو اراده موجوده نه ده، موږ باعزته ژوند کوو او نن د غیرت، عزم او ارادې ورځ ده.هغه زیاته کړه: که طالبان فکر کوي چې له موږ تسلیمي اخلي، په سلو کلونو کې به یې هم دغه ارمان پوره نشي. د وینې بهېدو او ویجاړۍ مسوولیت د طالبانو او د دوی د ملاتړو په غاړه دی.

fb img 1625586297288

وروسته د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست په ولایتونو او مرکز کې د تاوتریخوالي او وچکالۍ له امله د کورنیو بېځایه شویو د اړتیاسنجولو او رسېدګۍ په موخه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، اړوندو ادارو او والیانو په ګډون د یوې ځانګړې غونډې پر جوړولو موظف شو.

جمهوررئیس په مرکز او ولایتونو کې د جګړې او وچکالۍ له امله داخلي بېځایه شویو سره د مرستې په موخه په زېرمو کې د موجودو غنمو د وېش په خاطر اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه او د ارشاد حج او اوقافو او بهرنیو چارو وزارتونو رهبري او مسوولینو او په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت کارکوونکو څخه یې په سعودي عربستان کې د افغانستان د جایدادونو د تثبیت په خاطر مننه وکړه.

د کابینې غونډې د کارو او ټولنیزو چارو او د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارتونو د دندو د تنظیم مقررو طرحې له یو لړ تغییراتو وروسته په پرنیسب کې تائید کړې.او دغه وزارتونو ته لارښوونه وشوه چې ایده پلانونو باندې هم کار پیل کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button